د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د ملاتړې ادارې یا یونیسف د نړیوالو اړیکو مسوولې پالومه سکودرو ویلي چې څو لسیزو جګړو، وچکالۍ او د افغانستان مخ پر ودي اقتصاد پاشلتیا لامل شوی چې ماشومانو لپاره یو بې‌مخینې بشري ناورین رامنځته کړي.

نوموړې چې تازه یې افغانستان ته سفر کړی پر خپل ټویټرپاڼه لیکلي: «اوس د دې وخت دی چې د خوارځواکۍ له خطر سره مخامخ یو میلیون افغان ماشومانو ته د ژوند ژغورونکې درملنه ورکړل شي.»

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د یونیسف ادارې د نړیوالو اړیکو مسوولې ویلي چې پکتیا روغتون څخه د لیدنې پرمهال یې له سلګونه مېرمنو سره خبرې کړي چې ټولو یې پر خوارځواکۍ د اخته ماشومانو لپاره د بېړنیو مرستو غوښتنه کوله.

نوموړې ټينګار کړی چې یونیسف له تېرو ۷۰ کلونو راهیسې افغانستان کې د نجونو او ماشومانو لپاره کار کوي او له دې وروسته به هم له دغه هېواد څخه خپل ملاتړ ته دوام ورکړي.

په همدې حال کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ هم پر خپل ټويټرپاڼه لیکلي چې اوس مهال افغانان د خوړو د کمښت او خوارځواکۍ له بې‌مخینې ناورین سره مخ دي او د دغه ناورین ډېری زیان ماشومانو او ښځو ته رسېدلی دی.

دغه سازمان تر دې مخکې هم په افغانستان کې د ښځو او ماشومانو د وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې وه او ویلي یې و چې ښځې او ماشومان په دغه هېواد کې د بشري ناورین زیانونه پر اوږو وړي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) زیاته کړې چې په افغانستان کې ډېری ماشومان د خپلو کورنیو د ملاتړ لپاره له کوره بهر کار کوي او یا هم سوال کولو ته یې مخه کړې ده.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دغه سازمان همداراز ټينګار کړی و چې د مرستندویه بنسټونو ملاتړ حیاتي دی او ښځې  او ماشومان باید افغانستان کې ژغورونکو مرستو ته لاسرسی پیدا کړي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام