د پکتیا محلي مسوولان وايي چې د دغه ولایت په ځاځي‌اریوب ولسوالي کې د هاوان مرمۍ د چاودنې له کبله دوه ماشومان وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.

د پکتیا د امنیې قومنداني ویاند عمر بدري سلام‌وطندار ته ویلي، پېښه پرون د تلې ۲۹مه د ځاځي‌اریوب ولسوالي مري‌‌خېلو سیمو کې هغه مهال رامنځته شوې چې ماشومانو د هاوان یوه مرمۍ اور ته اچولې او چاودنه یې کړې ده.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د عمر بدري په وینا، د چاودنې له کبله دوه ماشومان وژل شوي او دوه نور ټپیان دي چې د درملنې لپاره د ګردېز حوزوي روغتون ته لېږدول شوي دي.

دا په داسې مهال دی چې له دې وړاندې هم دغه ولایت او د هېواد په یو‌شمېر نورو سیمو کې له جګړو څخه د پاتیو ناچادو توکو د چاودنو له امله ګڼ‌شمېر خلک وژل شوي او یا یې هم د بدن غړي له لاسه ورکړي دي.

په ورته مهال پرون د بادغیس محلي مسوولانو هم ویلي چې دغه ولایت کې د ناچاودو توکو د چاودنې له کبله درې ماشومانې وژل شوې دي.

د بادغیس د امنیې قومانداني د رسنیو دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دغو ماشومانو له تېرو جګړو پاتې مهمات له اوسپنو سره را ټول او بیا یې په تیږه وهلي چې له کبله یې چاودنه شوې ده.

سلام‌وطندار پر ټوېټر هم وڅارئ

د خبرپاڼې له مخې، چاودنه کې درې ماشومانې چې د مقر ولسوالي د نواباد اوسېدونکې وې، وژل شوې دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام