له جګړې پاتې ناچاودي مهمات؛ یوه کال کې ۱۴۴۰ کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې وزارت کې د ماین‌پاکۍ د انسجام او همغږۍ رییس نورالدین رستم‌خېل نن سلام‌وطندار سره په مرکه کې ویلي چې دوی ته د رسېدلو شمېرو له مخې، ماینونو او ناچاودو توکو د تېر یوه کال په موده کې هره میاشت په منځنۍ کچه ۱۲۰ کسانو ته چې ډېری یې ماشومان دي، مرګ‌ژوبله اړولې ده.

د پوهنتونونو د نصاب پر بیاکتنې او عصري زده‌کړو د ا.ا د چارواکو ټینګار

د رییس‌الوزرا دویم مرستیال عبدالسلام حنفي وايي، د لوړو زده‌کړو وزارت باید د پوهنتونونو نصاب نننیو اړتیاوو ته په کتو جوړ او پلی کړي. په همدې حال کې د اسلامي امارت یو لوړپوړی غړی عبدالحمید حماسي په دې غونډه کې د عصري زده‌کړو پر پیاوړتیا د ټینګار ترڅنګ وویل چې اسلامي امارت باید دې برخې ته ځانګړی پام وکړي.

افغانستان نن نړیوال جام کې د انګلستان پر وړاندې لوبه کوي

د اسټرالیا په کوربه‌توب د روان ۲۰۲۲ کال شل اووره نړیوال جام سیالیو په لړ کې نن د افغانستان کرېکټ ملي لوبډله د انګلستان پر وړاندې خپله لومړۍ سیالي کوي.

ټاکل شوې چې دغه سیالي د افغانستان پر وخت نن له غرمې وروسته ۳.۳۰ بجې پیل شي.

کابل کې د داعش ضد عملیات؛ ذبېح‌الله مجاهد: شپږ داعشیان او یو سرتېری وژل شوي

د اسلامي امارت ویاند ذبېح‌الله مجاهد وايي، د کابل په اتمه امنیتي حوزه کې د داعش ډلې پر یوه پټن‌ځای د عملیاتو پرمهال شپږ داعشیان وژل شوي او دوه نور یې ژوندي نیولي دي.

ذبېح‌الله مجاهد نن شنبه د تلې ۳۰مه پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې په دغو عملیاتو کې د اسلامي امارت یو سرتېری هم وژل شوی او یو بل یې ټپي دی.