د اسلامي امارت ویاند ذبېح‌الله مجاهد وايي، د کابل په اتمه امنیتي حوزه کې د داعش ډلې پر یوه پټن‌ځای د عملیاتو پرمهال شپږ داعشیان وژل شوي او دوه نور یې ژوندي نیولي دي.

ذبېح‌الله مجاهد نن شنبه د تلې ۳۰مه پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې په دغو عملیاتو کې د اسلامي امارت یو سرتېری هم وژل شوی او یو بل یې ټپي دی.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د خبرپانې پر بنسټ، امنیتي ځواکونو بېګاه لومړی د کابل ښار ختیځ کې عملیات وکړل او د داعش دوه غړي یې ژوند ونیول. په خبرپاڼه کې دا نه دي ویل شوي چې دغه دوه داعشیان یې د کابل د ختیځ په کومه سیمه کې نیولي دي.

د اسلامي امارت ویاند زیاته کړې چې له لومړي عملیاتو وروسته د ا.ا ځواکونو د کابل په اتمه امنیتي حوزه کې د داعش ډلې د غړیو پر یوه پټن‌ځای هم عملیات کړي چې په پایله کې یې شپږ داعشیان وژل شوي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې د داعش ډلې یادو کسانو د کابل په وزیرمحمد اکبرخان جومات او پر کاج ښوونیز مرکز په شویو بریدونو کې لاس درلود.

کابل کې د داعش ډلې دغه غړي داسې مهال وژل کېږي چې په دې وروستیو کې په پلازمېنه او نورو ولایتونو کې د یادې ډلې بریدونه زیات شوي دي.

سلام‌وطندار پر ټوېټر هم وڅارئ

له دې وړاندې د اسلامي امارت مسوولانو په وار وار ویلي و چې داعش په افغانستان کې فزیکي حضور نه‌لري او دوی به هېڅ‌کله ګواښ جوړ نه کړای شي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام