په کندوز کې محلي او امنیتي سرچینې سلام‌وطندار ته وايي چې بېګاه شپه شاوخوا ۱۰  د اسلامي امارت ځواکونو د دغه ولایت د امام صاحب ولسوالي په «قنجغه عربیه» سیمه کې د داعش پر پټن‌ځای برید کړی دی.

د سرچینې په وینا، له برید وروسته د دواړو لوریو ترمنځ نښته رامنځته شوې چې د سهار تر درېوو بجو روانه وه. سرچینې زیاته کړه چې په دغه نښته کې درنې او سپکې وسلې کارول شوي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

سرچینې همداراز زیاتوي چې د اسلامي امارت ځواکونو د کشفي عملیاتو له ترلاسه کولو وروسته، یو کرايي کور چې ویل کېږي، داعش پورې اړوند کسانو په‌کې ژوند کاوه، تر برید لاندې راوستی دی.

په ورته مهال سرچینې تاییدوي چې دغه برید کې د دوو نارینه‌وو او یوه ماشوم په ګډون درې کسان وژل شوي او د درېوو ښځو په ګډون څلور کسان نیول شوي دي.

سرچینې په یاده نښته کې د اسلامي امارت سرتېرو ته د اوښتو تلفاتو په اړه څه نه دي ویلي، خو څرګنده کړې یې ده چې نښته کې اسلامي امارت ته مرګ‌‌ژوبله اوښتې ده.

د کندوز محلي او امنیتي مسوولانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د کندوز امام صاحب ولسوالي له تاجکستان سره ګډه پوله لري. واک ته د اسلامي امارت له رسېدو سره هم‌مهاله دغه ولسوالي کې څو چاودنې هم شوي چ مسوولیت یې داعش ډلې پر غاړه اخیستی دی.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام