د رییس‌الوزرا دویم مرستیال عبدالسلام حنفي وايي، د لوړو زده‌کړو وزارت باید د پوهنتونونو نصاب نننیو اړتیاوو ته په کتو جوړ او پلی کړي.

هغه چې نن د لوړو زده‌کړو وزارت د نوي سرپرست ندامحمد ندیم د پېژندنې غونډه کې خبرې کولې وویل، دغه وزارت باید د پوهنتونونو پر درسي نصاب بیاکتنه وکړي او داسې نصاب جوړ کړي چې نننیو اړتیاوو ته ځواب ووايي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

په همدې حال کې د اسلامي امارت یو لوړپوړی غړی عبدالحمید حماسي په دې غونډه کې د عصري زده‌کړو پر پیاوړتیا د ټینګار ترڅنګ وویل چې اسلامي امارت باید دې برخې ته ځانګړی پام وکړي.

هغه وايي، عصري زده‌کړې د نننۍ نړۍ تر ټولو لومړنۍ اړتیا ده او په خبره یې، افغانان د کیمیا، فزیک او نورو علومو زده‌کړې ته اړتیا لري.

د اسلامي امارت ویاند ذبېح‌الله مجاهد تېره اوونۍ پر ټویټر ولیکل چې مشر یې هبت‌الله اخوندزاده د کابل پخوانی والي ندامحمد ندیم د لوړو زده‌کړو وزارت د سرپرست په توګه ټاکلی دی. ندیم نن په رسمي ډول خپل کار پیل کړ.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

هېواد کې د اسلامي امارت له واکمنېدو راهیسې عبدالباقي حقاني د لوړو زده‌کړو وزارت سرپرست و چې وخت‌ناوخت به یې په پوهنتونونو کې د محصلانو او د هغوی د زده‌کړو په اړه پاروونکې خبرې کولې.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام