Asset 1SWN

د ویانا غونډې ګډونوال م.م ته: سیاسي بدلون ته د لارې تر هوارولو له ا.ا سره تعامل مه کوئ

نشست-مخالفان-طالبان-در-ویانا-اتریش-770x433

د ویانا غونډې ګډونوالو له ملګرو ملتونو غوښتي چې له ا.ا سره دې تر هغه تعامل نه ‌کوي چې سیاسي بدلون ته یې لاره نه وي هواره کړې. د ا.ا مخالفو سیاستوالو او د بشري حقونو فعالانو د روانې اوونۍ له یکشنبې تر سه‌شنبې پورې د اتریش په وین ښار کې د یوې غونډې له جوړولو وروسته له ملګرو ملتونو غوښتي چې په افغانستان کې د سیاسي بدلون رامنځته کولو لپاره عملي ګامونه اوچت کړي.

د دې غونډې ګډونوالو له ملګرو ملتونو غوښتي چې د ا.ا په تړاو خپله کړنلاره په افغانستان کې د سیاسي بدلون پر راوستلو متمرکزه کړي او دې برخه کې دې په عملي ډول لاس په‌کار شي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د ویانا غونډې یوه ګډونواله عالیه یلماز وايي، ملګري ملتونه د دوی جوړې شوې غونډې او په‌کې شویو بحثونو او غوښتنو ته پام کوي او دا هیله‌ لري چې یاد سازمان به یې غوښتنې عملي کړي.

هغه زیاتوي: «د ویانا غونډه د نړۍ د ځواکمنو هېوادونو لپاره یوه مهمه غونډه ده او زموږ هیله دا ده چې د دا ډول غونډو په جوړېدو سره یو لوی سیاسي چتر جوړ شي او نړۍ هم اوس پر دې باور کړی چې د ځینو فشارونو له واردولو پرته د افغانستان اوسنی حکومت د خبرو له لارې قناعت نه کوي.»

نوموړې ټینګار کوي چې په یاده غونډه کې له اوسني وضعیت څخه د افغانستان د وتلو پر یوې کړنلارې هم بحث شوی او ښايي جزیات یې ډېر ژر له رسنیو سره شریک شي.

ملګرو ملتونو که څه هم تراوسه د اسلامي امارت سرپرست حکومت په رسمیت نه‌دی پېژندلی، خو بیا یې هم ورسره تعامل ته دوام ورکړی دی.

په ورته وخت کې د چارو شنونکي د افغانستان په اړه د نړیوالو اوسني لیدلوري او د ویانا غونډې په څېر د ورته ناستو او په‌کې د شویو غوښتنو اغېزو ته د شک په سترګه ګوري.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د سیاسي چارو شنونکی ولي‌ فروزان وايي: «هېڅ هېواد حاضر نه‌دی چې په افغانستان کې نظامي مداخله وکړي او بله‌خوا طالبان هم تیار نه‌دي چې له سوله‌يیزې لارې څوک په واک کې شریک کړي؛ نو دا ډول غونډې هېڅ پایله نه لري.»

د یادونې ده چې د اسلامي امارت د سرپرست حکومت چارواکو، په ځانګړې توګه د دفاع وزارت سرپرست محمدیعقوب مجاهد او د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزي په نورو هېوادونو کې د سرپرست حکومت د مخالفو سیاسي څېرو د غونډو په غبرګون کې ورته غونډې د افغانستان او اوسني نظام پر ضد بللي او له کوربه هېوادونو یې غوښتي چې د ورته ناستو له کوربه‌توب څخه ډډه وکړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام