د ویانا غونډې ګډونوال م.م ته: سیاسي بدلون ته د لارې تر هوارولو له ا.ا سره تعامل مه کوئ

د ویانا غونډې ګډونوالو له ملګرو ملتونو غوښتي چې له ا.ا سره دې تر هغه تعامل نه ‌کوي چې سیاسي بدلون ته یې لاره نه وي هواره کړې. د ا.ا مخالفو سیاستوالو او د بشري حقونو فعالانو د روانې اوونۍ له یکشنبې تر سه‌شنبې پورې د اتریش په وین ښار کې د یوې غونډې له جوړولو وروسته له ملګرو ملتونو غوښتي چې په افغانستان کې د سیاسي بدلون رامنځته کولو لپاره عملي ګامونه اوچت کړي.

سبا په ۳۳ ولایتونو کې د کانکور ازموینه پیلېږي

د ازموینو ملي اداره وايي چې ټاکل شوې سبا (د تلې څوارلسمه، پنجشنبه) په ولایتونو کې د کانکور ازموینې پیل شي.
د دې ادارې په وینا، پرون یې د ګډونوالو د بایومټریک بهیر پیل کړی او نن یې هم دوام درلود.

حنفي: د «علماو سترې ناستې» ګډونوال د افغانستان د ټولو خلکو استازیتوب کوي

له څو اوونیو جنجالونو وروسته بالاخره نن د اسلامي امارت مسوولانو د «علماو سترې غونډې» دقیقه نېټه اعلان کړه. د رییس‌الوزرا دویممرستیال عبدالسلام حنفي نن د لویې جرګې په خېمه کې د یوې غونډې په ترڅ کې وویل چې سبا (پنجشنبه) د «علماو ستره غونډه» جوړېږي.