د هېواد په دولتي او خصوصي پوهنتونونو کې د اسلامي امارت د لوړو زدهکړو وزارت له لوري د نویو بندیزونو د لګولو په اړه یوشمېر زدهکړیالان وايي چې دغه محدودیتونه به زدهکړهییز نظام له ناورین سره مخ کړي.
د کابل پوهنتون یو زدهکړیال میلاد نجیب وايي چې د محدودیتونو لکول، دوی د یوې زدهکړهییزې فاجعې پر لورې بیايي. نوموړی سلاموطندار ته وايي چې د کابل پوهنتون استادان د اسلامي امارت د استخباراتو تر څار لاندې دي او دغه چاره د دې لامل شوې چې په کابل پوهنتون کې د استادان حضور کمرنګه شي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
په همدې حال کې یوه سرچینه چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي، سلاموطندار ته ویلي، د لوړو زدهکړو وزارت د تېرې یکشنبې پر ورځ په یوې جلسه کې استادانو ته ویلي چې د معاش په اړه به خبرې نه کوي، ځکه دغو استادانو په مخکیني حکومت کې ډېر معاشونه اخیستي دي.
په کابل پوهنتون کې د لګېدلو محدودیتونو سره هممهاله په یوه بل البیروني پوهنتون کې یوشمېر زدهکړیالان وايي چې د یاد پوهنتون مسوولانو ورته ویلي، حق لرئ چې له غږیزو او تصویري رسنیو سره خبرې وکړئ.
د یاد پوهنتون یو زدهکړیال نعمت سلاموطندار ته وايي: «په تدریس کې یوه خبرپاڼه راغلې وه او یوازې په کې همدا لیکل شوي وو چې هیله کېږي، له غږیزو او تصویري رسنیو سره مه غږېږئ.»
د دې ترڅنګ د فکري ازادۍ نهشتون هغه ستونزه ده چې زدهکړیالان ورسره مخامخ دي او د لوړو زدهکړو په اړه اندېښنه لري. د بلخ پوهنتون یو استاد چې نه غواړي نوم يې واخیستل شي، وايي، فکري ازادي په یاد پوهنتون کې نشته. د هغه په خبره، دوی نهشي کولای خپل مدني حقونه د اسلامي امارت مسوولانو څخه وغواړي.
په همدې حال کې د پوهنتون استادانو پر وړاندې اقتصادي ننګونه یوه بله مهمه ستونزه ده. د پوهنتون یو استاد چې نه غواړي د محدودیتونو له امله يې نوم په راپور کې واخیستل شي، وايي چې تېره ورځ د یوې غونډې پرمهال د لوړو زدهکړو وزیر د پوهنتون استادانو ته د خبرو پرمهال وویل چي د معاش د لوړېدو غوښتنه به نه کوئ، ځکه تاسو په مخکیني حکومت کې ډېر معاشونه اخیستې دي.
د بدخشان پوهنتون یوشمېر زدهکړیالان وايي، دوی ته ویل شوي چي پوهنتون ته به په دودیزو کالیو کې راځي او ږیره به هم پرېږدي.
د سلاموطندار د مخکنیو راپورونو پربنسټ، په پوهنتونونو کې پر ګرځنده ټلیفونونه هم محدودیتونه رامنځته شوي وو چې ښځینه زدهکړیالانو ویلي وو چې دغه ډول محدودیت انټرنټ کې علمي سایټونو او ټکنالوژۍ ته د دوی لاسرسی ستونزمن کړی دی.