د اسلامي امارت د لوړو زده‌‌کړو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې د هېواد په سړو سیمو کې د (کب په ۷نېټه) یعنې د شنبې په ورځ ټول دولتي پوهنتونونه په رسمي ډول پیل شول.

د لوړو زده‌کړو وزارت ویاند احمد تقي په ټول هېواد کې د دولتي پوهنتونونو د بیا پیل په اړه سلام وطندار ته وویل، ټول زده‌کړیالان او استادان د حضوري صنفونو بیا پیل ته خوشحاله دي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

په همدې حال کې د دولتي پوهنتونونو یوشمېر محصلین سلام وطندار ته وویل چې د حضوري درسونو پیل سره ځینې بندیزونه هم پر دوی لګول شوي دي.

هغوی زیاتوي،  د پوهنتون مسوولانو ورته ویلي چې له دې ورسته باید ښځینه محصلین اسلامي حجاب مراعت کړي او له سمارټ مبایل پرته دې پوهنتونونو ته ورشي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

له بلې خوا یوشمېر زده‌کړیالان وایي چې درسونه یې په عادي ډول روان دي، خو وایي چې د شنبې په ورځ په پوهنتون کې د زده‌‌کړیالانو شمېر کم وو او د پوهنتون چاپیریل سوړ او ستړی کوونکی وو.

ومو غوښتل چې په دې اړه د دولتي پوهنتونونو د استادانو نظر هم ولرو خو د هغه مکتوب له مخې چې د لوړو زده‌کړو وزارت له خوا استادانو ته استول شوی ، هغوی له خبریالانو سره د مرکې اجازه نه لري.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام