کابل کې د اسلامي امارت چاڼیز عملیات او د خلکو شکایت

له وړمې ورځې راهیسي د هېواد د پلازمینې کابل ځینې برخې پوځي څېره خپله کړې او د اسلامي امارت سرتېرو کور په کور تلاشي پیل کړې ده. خو د پلازمېنې یو شمېر اوسېدونکي د اسلامي امارت د ځواکونو له خوا د خپلو کورونو له پلټنو څخه شکایت کړی.

یونیسف: نړیوال بندیزونو افغان ماشومانو ته نه جبرانېدونکي زیانونه اړولي

په افغانستان کې د ماشومانو د ملاتړ لپاره د ملګروملتونو ادارې یا یونیسف اجرايي مدیره کاترین راسل په یوې وینا کې ویلي، لسیزو جګړو، وچکالۍ، کمزوري اقتصاد او د نړیوالو بندیزونو اغېزو افغان ماشومانو ته نه جبرانېدونکي زیانونه اړولي دي. نوموړې کابل ته د خپل سفر پرمهال خبرداری ورکړی چې افغانستان کې د ماشومانو وضعیت د اندېښنې وړ دی.

امریکا افغانستان کې د سوداګریزو فعالیتونو د اسانتیا لپاره نوی جواز صادر کړ

د امریکا د مالیې وزارت پرون افغانستان کې سوداګریزو او مالي معاملو ته د پراختیا ورکولو په موخه، نوی جواز صادر کړی دی.
دې وزارت یوې خبرپاڼه کې ویلي، دغه جواز په دې موخه صادر شوی چې پر اسلامي امارت د امریکا بندیزونه د هغو معاملو او فعالیتونه مخه ونه نیسي چې افغانانو ته د بشري مرستو د رسولو لپاره ورته اړتیا ده.

ناټو: روسیه دې پر اوکراین پوځي یرغل پای ته ورسوي

د شمالي اټلانټیک تړون سازمان یا ناټو د غړیو هېوادونو مشرانو په یوې خپره کړې ویناپاڼه کې د روسیې له لوري پر اوکراین پوځي یرغل غندلی دی. د ناټو تړون د غړیو هېوادونو مشرانو له روسیې غوښتنه کړې چې پر اوکراین روان پوځي برید دې پای ته ورسوي او خپل ټول پوځیان دې له دغه هېواد څخه وباسي.

د هېواد نامتو سندرغاړی استاد ګل‌زمان ومړ

د هېواد د محلي سندرو نامتو سندرغاړی او د «موسیقۍ بابا» استاد ګل‌زمان د ورپېښې ناروغۍ له کبله د ۸۲ کالو په عمر ومړ. یوې سرچینې تایید کړې چې نوموړی بېګاه شپه په روغتون کې مړ شوی دی. استاد ګل‌زمان د افغانستان د موسیقۍ وتلې څېره وه چې په پښتو ژبه یې سلګونه سندرې او ترانې زمزمه کړي دي. نوموړي په کال ۱۳۴۳ کې په لومړي ځل په رسمي توګه د افغانستان راډیو ټلوېزیون کې په سندرو ویلو پیل وکړ.