د هېواد د محلي سندرو نامتو سندرغاړی او د «موسیقۍ بابا» استاد ګل‌زمان د ورپېښې ناروغۍ له کبله د ۸۲ کالو په عمر ومړ. یوې سرچینې تایید کړې چې نوموړی بېګاه شپه په روغتون کې مړ شوی دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

استاد ګل‌زمان د افغانستان د موسیقۍ وتلې څېره وه چې په پښتو ژبه یې سلګونه سندرې او ترانې زمزمه کړي. نوموړي په کال ۱۳۴۳ کې په لومړي ځل په رسمي توګه د افغانستان راډیو ټلوېزیون کې په سندرو ویلو پیل وکړ.

استاد ګل‌زمان په ۱۳۶۲ کې د افغانستان په کچه د سندرو جوړولو یا کمپوزینګ کې لومړی مقام ترلاسه کړی و. د مخکیني حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت نوموړي ته د «موسیقۍ د بابا» لقب ورکړی و.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د رپوټونو پربنسټ، استاد ګل‌زمان د افغانستان راډیو ټلوېزیون په ارشیف کې له ۵۰۰ څخه زیاتې انځوریزې او غږیزې سندرې لري.

 

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام