د هېواد وتلی محلي سندرغاړی استاد سلام لوګری تېره جمعه د ورپېښې ناروغۍ له امله ومړ او پرون یې جنازه خاورو ته وسپارل شوه.
استاد سلام لوګری د لوګر ولایت د محمداغې ولسوالۍ د دهنو د کلي اوسېدونکی او څه باندې ۴ لسیزې یې د لوګر محلي سندرې وویلې او په دې برخه کې د هېواد دننه او بهر یې ډیر مینوال پیدا کړل.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د استاد سلام لوګري د کورنۍ یو غړی محمدالله وایي چې استاد سلام لوګري له تېرو ۴ کالونو راهیسې د ناروغۍ په بستر پروت و. د نوموړي په وینا، استاد د تیرې جمعې پر ورځ ومړ او د شنبې پر ورځ په خپله پلارنۍ کلي دهنو کې خاورو ته وسپارل شو.
استاد سلام لوګری شاوخوا ۸۶ کاله عمر درلود او په ۱۳۸۲ هجر شمسي کال کې د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزارت له لوري یې د بابا لقب هم ترلاسه کړی و.
د استاد سلام لوګري سندرو د هېواد دننه او بهر کې په زرګونو مینوال لرل. د هغه په مړینه د لوګر ولایت په ګډون د هېواد ډیری هنرمندان او فرهنګیان خواشیني دي او وایي چې د استاد سلام لوګري په شان به بل څوک محلي سندرو ته زیات کار ونهکړي.