د عامې روغتیا وزارت وايي چې له څه مودې راهیسې په ټول هېواد کې هره اوونۍ نږدې ۳۰ کسان د تنفسي ناروغیو له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي.

د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان پرون سه‌شنبه د تلې ۱۹مه سلام‌وطندار ته ویلي چې په دې وروستیو کې هره اوونۍ هېواد کې له ۲۰ تر ۳۰ کسان د تنفسي ناروغیو له کبله مړه کېږي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

نوموړي زیاته کړې چې د موسم په بدلېدو سره روغتونونو ته د سراپا ناروغانو شمېر ډېر شوی دی. شرافت زمان ډاډ ورکوي چې د عامې روغتیا وزارت هڅه کوي، څو هغو ناروغانو ته د درملنې زمینه برابره کړي چې له تنفسي ناروغیو کړېږي.

د یادونې وړ ده چې د ژمي په رارسېدو سره هېواد کې په ځانګړې توګه کابل کې د ککړې هوا د کچې په لوړېدو، ګڼ‌شېمېر هېوا‌د‌وال پر تنفسي ناروغیو اخته کېږي.

د مخکیني حکومت د ورکړل شویو شمېرو له مخې، هر کال هېواد کې پنځه زره کسان د تنفسي او زړه ناروغیو له کبله خپل ژوند له لاسه ورکوي.

سلام‌وطندار پر ټوېټر هم وڅارئ

همداراز د مخکیني حکومت پرمهال هر کال کابل کې ۳۵۰۰ کسان د ککړې هوا له کبله مړه کېږي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام