د ماشومانو د خوندیتوب نړیوالې « سېف دې چلډرن» ادارې ویلي چې یوازې په تېره ډسمبر میاشت کې ۱۳۵ افغان ماشومان د سینه‌بغل او خوارځواکۍ ناروغیو له امله په روغتون او یا هم روغتون ته پر لاره مړه شوي دي.

دغه سازمان نن په یوه رپوټ کې ویلي چې د شویو څېړنیو پربنسټ، په وروستیو درېوو میاشتو کې له نیمايي ډېرو هغو افغان کورنیو چې روغتیايي مراقبت ته یې اړتیا درلوده، دغه روغتیايي خدمتونه نه دي ترلاسه کړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د رپوټ له مخې، نږدې ۶۰سلنه هغه کسان چې روغتیايي خدمتونه ورته نه دي رسېدلي، ویلي چې د روغتیايي خدمتونو د ترلاسه کولو لپاره پیسې نه لري. همداراز ۳۱سلنه وګړو ویلي چې هغه وخت روغتیايي مرکز ته ورغلي چې ناروغۍ یې ژوند ګواښلی دی.

د ماشومانو د خوندیتوب سازمان زیاته کړې، هغه ماشومان چې افغانستان کې له لوږې سره مخ دي، د سینه‌بغل پر ناروغۍ یې شمېر مخ په ډېرېدو دی. د دغه سازمان په وینا، د افغانستان د کنګل شویو شتمنیو او له دغه هېواد سره د مالي مرستو بندېدو له امله د افغانستان روغتیايي برخه د پاشلتیا له ګواښ سره مخ ده او ماشوم ته به ناوړې پایلې ولري.

د افغانستان په شمال کې د یوه روغتون ډاکټر د ماشومانو د ساتنې ادارې ته ویلي چې نوموړي هېڅ‌کله پر سینه‌بغل او خوارځواکۍ د اخته ماشومانو دومره لوړې شمېرې نه دي لیدلي. د هغه په وینا، په ډسمبر میاشت کې نږدې ۱۳۵ماشومان د ناروغۍ له کبله مړه شوي چې ډېری یې پر سینه‌بغل او ۴۰ هغه یې له خوارځواکۍ کړېدل.

د ماشومانو د خوندیتوب سازمان په دغه رپوټ کې ټینګار کړی چې په ټول افغانستان کې د روغتیايي کارکوونکو د معاشونو د نه ورکړې له امله روغتیايي مرکزونه تړل شوي او هغه ماشومان چې د درملنې لپاره روغتیايي مرکزونو ته وړل کېږي، دروازې یې تړلې وي.

له دې وړاندې هم د ژغورنې نړیوالې کمېټې ویلي و چې د افغانستان روغتیايي برخه د پاشلتیا له ګواښ سره مخ ده او تمه ده چې د دغه هېواد نږدې ۹۰ سلنه روغتیايي مرکزونه وتړل شي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

په رپوټ کې همداراز راغلي چې واک ته د اسلامي امارت تر رسېدو وروسته ګڼ‌شمېر هېوادونو له افغانستان سره خپلې مالي مرستې درولي او د دغه هېواد میلیونونه ډالره کنګل شوي چې له یادو مرسته پرته په افغانستان کې ډېری روغتیايي مرکزونه تړل شوي او میلیونونه کسان چې د لوږې، قحطۍ او د کورونا ویروس د څلورمې څپې له ناورین سره مخ دي، له لومړنیو خدمتونو محروم شوي دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام