د عامې روغتیا وزارت د خدمتونو د وړاندې کولو مرستیال نن کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل چې هېواد کې د سرطان ناروغۍ لپاره شته امکانات بسنه نه کوي او دوی په مرکز او د زونونو په کچه د سرطان ناروغۍ د درملنې لپاره معیاري مرکزونه جوړوي.

عبدالباري عمر وویل چې په پلازمېنه کابل او د زونونو په کچه د سرطان ناروغۍ د تخصصي مرکزونو د جوړولو لپاره یې له یو‌شمېر بهرنیو هېوادونو سره خبرې پیل کړي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

نوموړي زیاته کړه چې اوس ګڼ‌شمېر افغانان د درملنې لپاره له ولایتونو مرکز او یا هم له هېواده بهر ځي چې د دې مرکزونو په جوړېدو سره به دغه ستونزه هواره شي.

د عامې روغتیا وزارت د روغتيايي خدمتونو د وړاندې کولو معین همداراز د هېواد په کچه د رواني ناروغیو برخه مهمه وبلله او زیاته کړه چې په تېرو څلوېښتتو کلونو کې جګړې په هېواد کې ګڼ‌شمېر افغانانو ته روانۍ ناروغۍ پیدا کړي چې درملنه یې اړینه ده.

عبدالباري عمر زیاته کړه چې د رواني ناروغانو د درملنې لپاره شته امکانات د ناروغانو په پرتله کم دي او هڅه کوي چې په مرکز او ولایتونو کې د رواني ناروغانو د درملنې په برخه کې د مشورو ورکولو لپاره تخصصي ډاکټران ډېر کړي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

په ورته مهال نوموړي د خپلو خبرو پر مهال زیاته کړه، په داسې یوه پلان کار کوي چې له مخې به یې د ولایتونو روغتونونه معیاري شي او ناروغ به نه اړ کېږي چې بل ولایت ته د درملنې لپاره سفر وکړي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام