د عامې روغتیا وزارت سرپرست وحید مجروح د سرطان ناروغۍ سره د مبارزې په جوړه شوې غونډه کې په هېواد کې د سرطان ناروغۍ له امله د مړینو شمېر زیاتېدو خبر ورکوي او وایي چې په تېر یوه کال کې د کورونا ویرووس له خپرېدو او د الوتنو بندېدل، د دې لامل شوي چې د سرطان ناروغۍ ډېره شي.

نوموړی وایي، د ټولنې په بېلابېلو قشرونو کې پر سرطان ناروغۍ د اخته کسانو او له دې ناروغۍ د بېرته رغېدو د کره شمېرې نه موجودیت یوه ننګونه ده.

 هغه زیاته کړه چې په وروستي یوه کال کې د پولو د تړلو له امله  پر سرطان ناروغۍ اخته کسان په کور دننه د دغې ناروغۍ د سمې درملنې او امکاناتو د نه شتون له کبله په دې نه دي بریالي شوي چې بهرته د درملنې لپاره سفر وکړي، نو له همدې امله دغه ناروغۍ ډېره شوې ده.

د سلام‌وظندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د سرطان ناروغۍ سره د مبارزې بنسټ غړې نجم السما شفاجو وايي چې په سرطان ډېرې ښځې اخته شوي او هر کال ډېر شمېر مېرمنې له دې ناروغۍ خپل ژوند له لاسه ورکوي.

د نوموړې په وینا، ګڼ‌شمېر مېرمنې د سینې پر سرطان اخته کېږي چې په ۲۰۱۹کال کې پر دې ناروغۍ ۳۷۰۰ مېرمنې اخته شوې وې چې له ډلې یې، ۱۵۰۰ مېرمنو خپل ژوند له لاسه ورکړی چې دا شمېرې د اندېښنې وړ دي.



 له سرطان سره د مبارزې بنسټ د بورډ مشره نسرین اوریاخېل وايي، له سرطان سره د مبارزې لپاره اړوندو ادارو او شریکانو ترمنځ همغږي رامنځ ته کول، له سرطاني ناروغیو سره د مبارزې لپاره د ملي پروګرام پیلول او د سرطان راجسټرېشن ملي سیستم جوړول چې له مخې یې دې برخه کې د پانګونې لوري ډاګیز شي، اړینې کړنې وبللې.

اوریاخېل زیاته کړه چې په روغتیا وزارت کې د سرطاني ناروغیو لپاره د بودیجې ځانګړي کول اړین دي. د روغتیا نړیوال سازمان د معلوماتو پر اساس هر کال ۲۰زره کسان افغانستان کې په سرطان اخته کېږي چې له دې ډلې یې ۱۵ زره خپل ژوند له لاسه ورکوي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام