د اېډز د نړیوالې ورځې سره هم مهاله عامې روغتیا وزارت په هېواد کې د یادې ناروغۍ له خپرېدو اندېښنه څرګندوي.
د ياد وزارت د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو مرستیال وحیدالله مجروح د اېډز نړیوالې ورځې په مناسبت یوې غونډه کې وويل چې په درېیمه درجه هېوادونو په ځانګړې توګه افغانستان کې د اېډز ناروغۍ د یوې غلې اپېډمي په توګه په چټکۍ سره د خپرېدو په حال کې ده.
د مجروح په خبره، د يخ موسم رارسېدل، د کرونا ویروس دويمه څپه، په نشهيي توکيو د روږدو کسانو ډېروالی، د کورنیو له لوري د دې ناروغۍ نه منل او د عامه پوهاوي ټېټه کچه، هېواد کې د اېډز ناروغانو د زیاتېدو لاملونه دي.
د روغتیا وزارت د اېډز کنټرول ملي برنامې فني مسوول احسان الله احسان سلاموطندار ته وویل، د کرونا ویروس ټولنیونې د اېډز ناروغانو ته د روغتیايي خدمتونو وړاندې کول له خنډ او ځنډ سره مخ کړي دي او د اېډز تازه مثبتو پېښو د کشف بهیر ته یې زیان اړولی دی.
احسان وايي، روغتیا وزارت د اېډز ناروغۍ کمېدو لپاره د عامه پوهاوي برنامې جوړې کړي دي.
د روغتیا نړیوال سازمان د شمېرو پر بنسټ، له ۱۹۸۹ کال راهيسې چې هغه مهال د اېډز لومړۍ مثبته پېښه ثبت شوې؛ د ۲۰۲۰ کال تر نوومبر میاشتې په افغانستان کې ۷ زره او ۷۹۴ کسان په اېډز اخته شوي دي چې له ډلې یې یوازې ۱۰۳۳ په رسمي توګه د افغانستان له عامې روغتیا وزارت سره ثبت شوي دي.
شمېرې ښيي چې په هېواد کې د اېډز ناروغۍ له اخته کسانو ۷۵ سلنه یې نارینه او ۲۵سلنه یې ښځې دي او همداراز ۱۷۶ ماشومان دي.
د روغتیا وزارت شمېرې ښيي چې د ۱۳۹۹ کال تر عقرب یا لړم میاشتې ۱۰۸۹کسان تنه چې ۷۱۸ نارینه او ۳۰۸ یې ښځې دي؛ د عامې روغتیا وزارت د درملنې مرکزونو کې په وړیا توګه تر درملنې لاندې دي.
اېډز د جنسي اړیکې له هغو وسایلو په ګټې اخیستو چې د اېډز ناروغ کارولي وي او له مور څخه ماشوم ته لېږدول کېږي.