د افغانستان د ستراتیژیکو مطالعاتو انستیتیوت نن پنجشنبه «په افغانستان کې د کوویډ ـ ۱۹ ناروغۍ په اړه د خلکو لیدلوري، کړنو او د خپرېدو اغېزو ارزولو» تر نوم لاندې تازه نظرپوښتنه خپره کړه. دغه نظرپوښتنه ۳۴ ولایتونو کې له ۲۹۰۷کسانو سره د مخامخ خبرو له لارې شوې ده.

د دغې نظر پوښتنې موندنې ښيي، په داسې حال کې چې ټول افغان وګړي په ځانګړې توګه د ټولنې لوستی ټبر د کورونا ویرووس د پایلو او د عامې روغتیا وزارت د لارښوونو په اړه پوره پوهاوی لري، خو بیا یې هم دغه ویرووس جدي نه ‌دی ګڼلی او په  بې پروایۍ ورسره چلن کوي.

د عامې روغتیا وزارت سلاکاره او د دغې نظرپوښتنې له چمتو کونکو څخه نرګس نیازي وايي، ۵۰ سلنه هېوادوال په دې نظر دي چې کورونا شتون نه‌لري او دغه موضوع د موخه ‌‌لرونکو کسانو له خوا جوړه شوې ده.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د هغې په وینا، ۵۰ سلنه خلک هم په دې باور دي چې کورونا ویروس پر ګناهکارانو د خدای د قهر او غضب ښکارندويي کوي.

هغې وویل: «زمونږ موندنې ښيي چې د کورونا ویروس له خپرېدو یو کال وروسته د دغه ویروس په اړه د خلکو د پوهاوي کچه لوړه ده، خو د خلکو د پوهنې او عملکر ترمنځ نشته شتون لري. تقریبآ ټول خلک پوهاوی لري، خو د خلکو له ډلې یوازې ۳۵ سلنه له ماسک څخه استفاده کوي.»

د افغانستان د ستراتیژیکو مطالعاتو انستیتیوت د نظرپوښتنې پر اساس، ۵۰ سلنه خلک وايي، تراوسه په دغه ویروس نه ‌دي اخته شوي او ۲۲ سلنه نور د کورونا د درملنې او واکسین په اړه مالومات نه لري.

دغه نظرپوښتنه ښيي چې ۶۰ سلنه خلک د خپلو اساسي اړتیاو په برابرولو کې ستونزو سره مخ  شوي دي او ۸۲ سلنه نورو هم د قرنطین پر مهال د خپلو خوړو مهال‌وېش جوړ کړی چې څه وخت باید څه وخوري.

دوی وايي، د قرنطین وضع کېدو کورنی تاوتریخوالی هم زیات کړی. دغه نظر‌پوښتنه کې راغلي چې کورونا ته د خلکو بې پروايي د وضعیت د خرابېدو لامل شوی.

له دې ټولو سربېره د روغتیا نړیوال سازمان خبرداری ورکوي، که چېرې دغه بې پروایي دوام وکړي، په راتلونکي کې به وضعیت نور هم خراب شي.



د روغتیا نړیوال سازمان د اضطراري مسایلو کارپوه داوو الطاف وايي، هر څوک چې په هر کچه کې ژوند کوي، دې ته اړتیا لري چې د ویرووس په اړه پوه شي. څو په راتلونکي کې د وېره‌وونکو ګواښونو خطر څخه مو مخنیوی کړی وي.

په همدې حال کې د عامې روغتیا وزارت یو ځل بیا له کورونا ویروس سره د مبارزې په برخه کې د امکاناتو له کمښت څخه خبر ورکوي او وايي، که وضعیت نور هم خراب شي، دغه وزارت یې د مهار لپاره توان او وس نه لري.

د عامې روغتیا وزارت د پالیسۍ معین شفیق‌ میرزازاده وایي: «که څه هم د صحي سیستم یوه کال کې هڅه شوې، څو دغه ویروس سره د مبارزې لپاره اماده شي، خو امکانات کم دي. دولتي روغتونونه د امکان تر حده خدمات وړاندې کوي، خو د خلکو غوښتنو ته ځواب نه ویل کیږي، ځکه شته امکانات کم دي.»

په دغه نظر پوښتنه کې له عامې روغتیا وزارت څخه غوښتل شوي چې کورونا ویرووس سره د مبارزې لپاره مناسب تدابیر تر لاس لاندې ونیسي او د خلکو د پوهاوي کچې د لوړولو لپاره ګټور ګامونه پورته کړي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام