محمدامیر فاریابي د فاریاب ولایت اوسېدونکی دی، خو اوس د ترکیې په استانبول ښار کې کډوال دی. هغه وايي، ۲۵ کاله يې د افغان امنیتي ځواکونو په لیکو کې د افسرۍ دنده لرله، خو له پنځو کلونو راهیسې په ترکیه کې بې‌برخلیکه پروت دی. د نوموړي په وینا، د لوړو امنیتي ګواښونو له کبله يې هېواد پرېښی او په ۱۳۹۵ کال کې لومړی ایران او بیا هم ترکیې ته تللی دی.

فاریابي زیاتوي، په ۱۳۹۱ کال کې له تقاعد کېدو وروسته څو کلنې وزګارتیا له ستونزو سره مخ کړی و او همدا لامل و چې هېواد پرېږدي. دغه افسر چې اوس په ترکیه کې سخت ژوند تېروي او د کډوالۍ غوښتنلیک یې د کډوالو نړیوال سازمان ته هم وړاندې کړی، خو یاد سازمان یې پر معیار د سندونو نه برابرېدو له امله د هغه غوښتنلیک نه دی منلی.

فاریابي سلام‌وطندار ته ویلي چې په ترکیه کې د کډوالۍ سازمان په ښه ډول د کډوالو ستونزې نه شي حل کولای او په نامنظم ډول ترکیې ته تګ یې لامل شوی چې دغه هېواد ورته پېژندپاڼه ور نه کړي.

فاریابي اوس په ترکیه کې ناروغ دی او تر اوسه ورسره د کډوالۍ سازمان په ګډون، هېچا مادي او معنوي مرسته هم نه ده ورسره کړې.

د هغه په خبره، په افغانستان کې د ناسم امنیتي وضعیت له کبله خپل هېواد ته نه شي تللی او په‌کار ده چې د کډوالۍ سازمان یې د ستونزو د حل لپاره اقدام وکړي.

د راپورونو له مخې، هره ورځ لسګونه افغان کډوال پر سختو او خطرناکو لارو اروپايي هېوادونو ته ځي، خو هلته له نیول کېدو وروسته د ځورول کېدو تر څنګ، بېرته خپل هېواد ته را لېږل کېږي او یا یې هم ځینې وخت په لوی لاس کښتۍ په اوبو کې ډوبوي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام