د عامې روغتیا وزارت د خبر له مخې په تېره یوه شپه او ورځ کې پر کورونا ویرووس د شکمنو کسانو ۳زرو او ۴۸۹ پېښې یې کتلي دي چې ۸۴۰ هغه یې مثبتې ختلي او په دې موده کې بیا له دې ناروغۍ څخه ۱۹ کسان مړه شوي دي.

 پر کورونا ویرووس د اخته کسانو تازه شمېرې په ۲۵ ولایتونو کې ثبت شوي چې ډېرې ۲۲۳ پېښې یې په کابل کې دي.

د عامې روغتیا وزارت د شمېرو له مخې په هېواد کې د کورونا وبا له خپرېدو تر دا مهاله ۴۵۲زره او ۵۹۲ کسان چې د کورونا شک پرې کېده کتلي چې له ډلې یې ۶۷زره او ۷۴۳ کسان پر دې ویرووس اخته شوي او ۲زره او ۸۸۵ کسانو بیا د دې ناروغۍ له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د عامې روغتیا وزارت په هېواد کې د کورونا ویرووس له پراخېدو خبرداری ورکوي او خلکو ته یې لارښوونه کړي چې روغتیایي سپارښتنو ته دې پام وکړي. د دغه وزارت د معلوماتو پراساس د کورونا ویرووس د نوې موندل شوې بڼې ۱۸پېښې په هېواد کې ثبت شوي دي.

همدا راز ۵۶زره او ۵۱۸ کسان چې په ټول هېواد کې پر دې ناروغۍ اخته شوي وو، بېرته رغېدلي دي.



په نړۍ کې تر دا مهاله پر کورونا ویرووس ۱۶۸میلیونه او ۱۰زره کسان اخته شوي چې له ډلې یې ۳ میلیونه او ۴۸۸ کسان مړه شوي او څه باندې ۱۴۹میلیونه او ۳۵۴زره نور کسان ترې بېرته رغېدلي دي.

تراوسه په امریکا، هند، برازیل، فرانسه، ترکیې او روسیې کې د نورو هېوادونو په پرتله د کورونا ویرووس ډېرې پېښې ثبت شوي دي. امریکا په نړۍ هغه هېواد دی چې د کورونا ویرووس له امله ډېره مړینه لري، په دغه هېواد کې تراوسه د کورونا له امله نږدې ۶۰۴زرو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام