د لغمان ولایت یو شمېر اوسېدونکي  لا هم له کورونا رنځېږي او شکايت کوي چې اوس هم د دوی په وجود کې د کورونا ناروغۍ نښې شته چې د دوی پر روان يې ناوړه اغېزه کړې. د ياد ولایت د مهترلام ښار د سلطان غازي بابا د سیمې اوسېدونکی رحمت الله وايي، نوموړی يې د کورونا په لومړۍ څپه کې ونيو؛ خو ترې روغ شو او دغې ناروغۍ ته يې ماتې ورکړه.

رحمت الله وايي، دا چې د کورونا دويمه څپه خپره شوې نو دی هم وېرېږي چې دويم ځلي پر دې ناروغۍ اخته نه‌شي.

په مهترلام ښار کې د علي خېلو د بازارک يو دوکاندار عبدالرحیم چې سوپ پلوري وايي، لا هم په خپل ځان باوري نه دی چې دی به له کورونا روغ شوی وي که نه؛ خو خپله دوکانداري کوي.

عبدالرحیم وايي، له هر څه اړينه وقايه ده، هرڅوک بايد په خپله ځان وساتي، لاسونه بايد په صابون ومينځي او ځان ګرم وساتي.

دا چې د کورونا دويمه څپه خپره شوې، ورسره د یاد ويروس واکسين ته هم د خلکو هيلې پيدا شوي. دا چې لغمان کې عام خلک د کورونا ناروغۍ په اړه ډېر اندېښمن نه دي او دا ناروغي دومره جدي خطر نه ګڼي خو عزیز الرحمن بيا وايي چې ۲۳ کاله عمر لري او په يوه دوکان کې کار کوي چې تر اوسه پورې وېرېږي.

نوموړي وويل، اوس هم چې کله د کورونا نوم اوروي وېرېږي، روحي او جسمي منفي اغېزې يې لا هم پاتې دي او روحي شکنجه کېږي.

۲۲ کلن محمد زمان  چې لغمان ښار سلطان غازي بابا مارکیټ کې  د وچې مېوې دوکان لري په غرېو نيولي غږ يې وويل، کورونا يې پر اقتصادي وضعیت ناوړه اغېره کړې. نوموړی وايي، کله چې کورونا نه وه هره ورځ به يې تر ۳۰۰ افغانيو پورې کار کاوه خو اوس ۱۰۰افغانۍ هم په ډېرې ستونزې پيدا کوي.

د خلکو دا ستونزې او شکایتونه مو له ډاکټر سید معصوم سادات سره شريکې کړې چی نوموړی د مهترلام روغتون داخلې برخې متخصص او بر حاله موظف دی.

سید معصوم  سادات  تر کورونا وروسته په خلکو کې ناوړه اغېزې تاييد کړې او ویې ویل، تر کرونا وروسته په ځینو اشخاصو کې د ستومانتیا، روحي فشار، په وجود کې مړه دردونه او نورو ناروغیو احساس پاتې کېږي چې ډېر کله دا د دوی په وجود کې د مخکېنيو ناروغیو له کبله وي.

تر کورونا ناروغۍ تېریدو وروسته په خلکو کې د کورونا د وېرې ډار او په وجود کې د ځینو ناروغیو پاتې کېدل که څه هم عادي خبره نه ده خو دولت او د عامې روغتیا وزارت د کورونا له کبله د پیدا شويو ناروغیو د  درملنې لپاره د کوم پلان خبر نه دی ورکړی.

کاوون راډيو – لغمان ولایت


دغه راپور د اروپايي ټولنې په مالي ملاتړ جوړ شوی دی. د منځپانګې مسوولیت یې یوازې د کاوون راډیو پر غاړه دی او د اروپايي ټولنې لیدلوری نه ښيي.

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام