د عامې روغتیا وزارت وايي چې کورونا په تېره یوه شپه او ورځ کې ۹ کسان مړه کړي او ۱۲۵ نور پرې اخته شوي دي.
د دغه وزارت په وینا، په تېرو څلېرویشت ساعتونو کې یې د ۲ زره او ۳۸۵ کسانو نمونې چې د کورونا شک پرې کېده، کتلې دي.
د روغتیا وزارت شمېرې ښيي چې په یاده موده کې ۲۰۵ کسان چې پر کورونا اخته وو، بېرته رغېدلي دي. د وزارت د شمېرو له مخې، تازه پېښې په ۱۵ ولایتونو کې ثبت شوې دي.
د روغتیا وزارت د شمېرو له مخې، په هېواد کې د کورونا ویروس له خپرېدو راهیسې ۲۳۲ زره او ۵۸۷ کسانو د کورونا ټېسټونه کړي چې له ډلې یې ۵۴ زره او ۴۰۳ کسان پر دغه ویروس اخته شوي دي. د یاد وزارت په وینا، په دې موده کې ۲ زره او ۳۶۳ کسان د کورونا له کبله مړه شوي او ۴۶ زره او ۷۵۹ نور بېرته رغېدلي دي.
په نړۍ کې بیا د کورونا د مثبتو پېښو شمېر له ۹۶ میلیونه او ۶۴۶ زرو نه اوښتی چې له دې ډلې له ۲ میلیونه او ۶۶ زرو نه ډېر هغه مړه شوي او له ۶۹ میلیونه او ۳۲۹ زرو نه ډېر یې بېرته ښه شوي دي.
امریکا، هندوستان، برازیل، روسیه او انګلستان هغه هېوادونه دي چې تر ټولو ډېر کسان پهکې پر کورونا اخته شوي دي. په دې ډله کې امریکا بیا هغه هېواد دی چې کورونا ترې ډېره قرباني اخیستې ده. په امریکا کې تر اوسه له ۴۱۰ زرو نه ډېرو کسانو د کورونا له کبله خپل ژوند بایللی دی.