Asset 1SWN

کورونا ۲۴ ساعتونو کې ۱۰ کسان مړه کړي او ۱۸۳ پرې اخته شوي

file-20200708-31-gblfvq-p0klgc4cqgvzuwbaiqiaw3hooh228m79q08ufy2qok

 

د عامې روغتیا وزارت وايي، کورونا په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۰ کسان مړه کړي دي. دغه وزارت نن په خپل ورځني راپور کې ویلي، د ۱۹۶۱ شکمنو کسانو نمونې يې کتلي چې له ډلې یې د ۱۸۳ کسانو پایلې مثبتې ختلې دي.

د ياد وزارت په راپور کې راغلي چې په یاده موده کې ۱۹۱ کسان چې پر کورونا اخته وو، بېرته ښه هم شوي دي. د راپور پر بنسټ دغه تازه پېښې په ۲۰ولايتونو کې ثبت شوې دي.

د عامې روغتیا وزارت د شمېرو له مخې، هېواد کې د کورونا ویروس له خپرېدو راهیسې ۵۲ زره او ۳۳۰ کسان پر دغه ویروس اخته شوي دي او ۲ زره او ۱۸۹ کسان د کورونا له کبله مړه شوي هم دي.

همداراز له پيله تراوسه ۴۱ زره ۸۰۱ کسان بېرته روغ شوي دي.

یاد وزارت وايي، تراوسه په هېواد کې ۱۹۷ زره او ۳۶۶ کسان چې د کورونا شک پرې کېده، کتل شوي دي.

په نړۍ کې بیا تراوسه له ۸۱ میلیونه او ۷۳۲ زره کسان پر کورونا ویروس اخته شوي دي. په دې ډله کې له یو میلیون او ۷۸۲ زرو نه ډېرو یې خپل ژوند بایللی او له ۵۷ میلیونه او ۸۶۷ زرو نه ډېر یې بېرته رغېدلي دي.

امریکا، هندوستان، برازیل، روسیه او فرانسه هغه هېوادونه دي چې تر اوسه په‌کې د کورونا تر ټولو ډېرې مثبتې پېښې ثبت شوې دي. امریکا بیا د نړۍ په کچه هغه هېواد دی چې کورونا ترې ډېره قرباني اخیستې ده.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام