Asset 1SWN

کورونا؛ تېره يوه شپه او ورځ کې يې ۶ کسان مړه کړي او ۸۴ پرې اخته شوي

111278552_903k6777-p1akyohb8402f0n2ndvnkhfpsgsfi0w22bv81uuzkk

د عامې روغتیا وزارت وايي، کورونا په تېره يوه شپه او ورځ کې ۶ کسان مړه کړي او ۸۴ نور پرې اخته شوي دي. دغه وزارت نن په خپل ورځني راپور کې ویلي، دومره موده کې يې د ۲ زره او ۱۰۹ شکمنو کسانو نمونې کتلي.

د ياد وزارت په راپور کې راغلي، په همدې موده کې له کورونا ۱۹۹ کسان بېرته ښه شوي هم دي. د راپور پربسټ، تازه پېښې په ۱۷ ولايتونو کې ثبت شوې دي.

د عامې روغتيا وزارت د راپور له مخې، تراوسه په هېواد کې۲۱۹ زره او ۸۶۱ کسان چې د کورونا شک پرې کېده، کتل شوي دي.

له دې ډلې، هېواد کې د کورونا ویروس له خپرېدو راهیسې ۵۳ زره او ۷۷۴ کسان پر دغه ویروس اخته شوي دي او ۲ زره او ۳۱۴ کسان د کورونا له کبله مړه شوي دي.

همداراز له پيله تراوسه ۴۴ زره ۸۱۰ کسان بېرته روغ شوي دي.

په نړۍ کې بیا تراوسه له ۹۲ میلیونه او ۲۳ زره کسان پر کورونا ویروس اخته شوي دي. په دې ډله کې له یو میلیون او ۹۷۰ زرو نه ډېرو یې خپل ژوند بایللی او له ۶۵ميليونه او ۸۶۶ زرو نه ډېر یې بېرته ښه شوي دي.

امریکا، هندوستان، برازیل، روسیه او انګلستان هغه هېوادونه دي چې تر اوسه په‌کې د کورونا تر ټولو ډېرې مثبتې پېښې ثبت شوې دي. امریکا بیا د نړۍ په کچه هغه هېواد دی چې کورونا ترې ډېره قرباني اخیستې ده.

مرتبط با این خبر:

کلیدواژه‌ها: // //

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام