Asset 1SWN

کورونا په یوه شپه او ورځ کې ۹ کسان مړه کړي

Coronaaaa-p0ydyaufrmn4xe9mgb9c1s81t4fiab5ab9vb8106uk

د عامې روغتیا وزارت وايي چې کورونا په تېره یوه شپه او ورځ کې ۹ کسان مړه کړي او ۱۰۲ نور پرې اخته شوي دي.

د دغه وزارت په وینا، په تېرو څلېرویشت ساعتونو کې یې ۱۶۹۱ نمونې کتلي چې له ډلې یې یادې مثبتې پېښې په ۱۷ ولایتونو کې ثبت شوې دي.

د روغتیا وزارت د شمېرو له مخې، په هېواد کې د کورونا ویروس له خپرېدو راهیسې ۵۳ زره او ۲۰۷ کسان پر دغه ویروس اخته شوي چې له ډلې یې ۲ زره او ۲۵۳ هغه مړه شوي دي.

روغتیا وزارت وايي، په یاده موده کې ۴۲ زره او ۲۹۱ کسان چې پر کورونا اخته وو، بېرته ښه شوي دي. د روغتیا وزارت د راپور له مخې، تر اوسه ۲۰۹ زره او ۲۴۴ کسانو په ټول هېواد کې د کورونا ټېسټونه کړي دي.

په نړۍ کې بیا تراوسه له ۸۶ میلیونه او ۸۴۷ زرو نه ډېر کسان پر کورونا ویروس اخته شوي چې له ډلې یې له یو میلیون او ۸۷۶ زرو نه ډېرو هغو خپل ژوند بایللی او له ۶۱ میلیونه او ۵۸۰ زرو نه ډېر نور بېرته رغېدلي دي.

امریکا، هندوستان، برازیل، روسیه او فرانسه هغه هېوادونه دي چې تر ټولو ډېر کسان په‌کې پر کورونا اخته شوي دي. په دې ډله کې امریکا بیا هغه هېواد دی چې کورونا ترې ډېره قرباني اخیستې ده.

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام