Asset 1SWN

هېواد کې د وروستیو څلورو ورځو اورښتونو د ۲۹ کسانو ژوند اخیستی

خامه

طبیعي پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت مسوولانو د شنبې په ورځ سلام‌وطندار ته وویل چې په وروستیو څلورو ورځو کې د هېواد په نهو ولایتونو کې د سېلابونو راوتلو له کبله ۲۹ کسانو ژوند بایللی او اووه نور ټپیان شوي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د دغه وزارت ویاند محمد عبدالله‌جان سایق وايي، په دغو سېلابونو کې ۷۳ کورونه څه‌ناڅه او په بشپړ ډول وران شوي او دوه زره او ۵۲۵ جریبه کرنیزه ځمکه هم له منځه تللې ده.

دغه راز، په وروستيو ورځو کې د سېلابونو له امله يوشمېر زيانمنې شوې کورنۍ وايي چې د سرپرست حکومت او نړيوالو بنسټونو له‌خوا ورسره هېڅ ډول مرسته نه‌ده شوې. د هلمند او زابل اوسېدونکي عصمت‌الله او ګل‌محمد وايي:

«زما د لس جریبه ځمکې غنم یې له منځه وړي او ټول کلی یې ویجاړ کړی. ږلۍ ډېره شوه، له حکومت څخه غواړو چې پلاوی راولېږي، څو وګوري چې دې سیمه کې زیان اوښتی که نه‌دی اوښتی.» «بارانونو موږ ته ډېر زیان را اړولی او کروندې مو له منځه تللي. موږ هیله لرو چې مرسته راورسېږي.«

د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې وزارت چارواکي وايي، په ۳۲ ولایتونو کې د مرستو رسولو لړۍ پیل شوې او تراوسه پر ۲۵ زره او ۳۹۸ کورنیو مرستې وېشل شوې دي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

په همدې حال کې د افغانستان د هوا پېژندنې ادارې سبا په ۲۹ ولایتونو کې د باران او واورې اورېدو او د سېلابونو راوتلو وړاندوینه کړې ده.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام