Asset 1SWN

هېواد کې پرله‌پسې اورښتونه؛ د دوو ورځو پرمهال ۵۰۰کورونه ویجاړ شوي

10123145_0_52_1000_615_1920x0_80_0_0_53d916a6ea398322436a01b640b30a11

 د ملګروملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر «اوچا» وايي چې افغانستان کې د اورښتونو له امله سلګونه هستوګنیز کورونه او کرنیزې ځمکې ویجاړې شوې دي.

اوچا پر خپله وېبپاڼه یوه راپور کې ویلي چې د یادو اورښتونو له امله د هستوګنې ۵۴۰ کورونه، ۱۵۰۰ جریبه کرنیزه ځمکه او ۴۵۰ کیلومتره سړکونه ویجاړ شوي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د اوچا د راپور په یوه برخه کې ویل شوي: «د مارچ پر ۲۹ او ۳۰مه افغانستان کې سختو بارانونو له ۱۵۰۰جریبه زیاته کرنیزه ځمکه او له ۵۴۰ زیات کورونه ویجاړ کړي؛ دغه‌راز په اوو ولايتونو کې شپږ پلونه او ٤٥٠ کيلومتره سړکونه ويجاړ شوي. د بشري چارو متحدان چمتو دي چې د دولتي چارواکو سره په همغږۍ، اغېزمنو شویو سیمو کې زیانمنو شویو کورنیو سره مرسته وکړي.»

اوچا ټینګار کړی چې د تېرو دوو ورځو اورښتونو او له امله یې راوتلیو سېلابونو تر ټولو ډېر زیانونه په فاریاب، ننګرهار، دایکندي او د هېواد شمالي، ختیځو او مرکزي سیمو کې اوښتي دي.

د هغو ولایتونو اوسېدونکي چې کورونه، باغونه او کرنیزې ځمکې یې سېلابونو ویجاړې کړې، له سرپرست حکومت او مرستندویه بنسټونو د مرستې غوښتنه کوي.

د بادغیس اوسېدونکي محمدعارف سلام‌وطندار ته وویل، سېلابونو یې کورونه ویجاړ کړي او اوس بې‌کوره شوي دي. «باران له شپې شروع شو، توپان راغلی، اوبه کور ته راننوتې، ومو نشوای کړای چې وسایل وباسو، یوازې مې ماشومان راووېستل، وسایل اوبو وې‌وړل.»

د یاد ولایت یو بل اوسېدونکی خدای‌رام بیا وايي چې سختو اورښتونو یې د لور د واده مراسم ګډوډ کړي او زیان وراوښتی دی. «د لور د واده لپاره مې ټول وسایل اخستي وو، تر خټو او اوبو لاندې شول، تر ۶۰۰زره افغانۍ زیان راوښتی. ځمکه مې ویجاړه شوې او دیوالونه مو له‌منځه تللي.»

بل‌خوا د بدخشان او دایکندي ولایتونو یو‌شمېر زیانمن شوي، هم وايي چې تراوسه ورسره د حکومت او مرستندویه بنسټونو له لوري هېڅ‌راز مرسته نه‌ده شوې.

د بدخشان اوسېدونکی قدرت‌الله وايي: «سهار لمانځه ته تلم چې پر ماشومانو مې چت پرېوت او ګاونډیان دې، خیر واوسو، وې‌‌ژغورل. وسایل تر خاورو لاندې شول. تراوسه راسره مرسته نه‌‌ده شوې، کورونه مو پخواني وو.»

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

دا په داسې حال کې ده چې د مارچ په لومړیو کې هم د هېواد په ځینو برخو کې د سختو واورو، بارانونو او سیلابونو له امله ۶۰ کسان مړه و ۱۶۵۴ کورونه ویجاړ شوي وو.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام