Asset 1SWN

نورستان کې غر ښوویېدنه؛ تراوسه پنځه کسان مړه او څه باندې ۲۰ لادرکه دي

نورستان-غر ښوویېدنه

د نورستان محلي مسوولان وايي چې د دغه ولایت د نورګرام ولسوالي «تتین‌دره» کې د غر ښوویېدنې له امله تراوسه پنځه کسان مړه او څه باندې ۲۵ کسان لادرکه دي.

د نورستان د اطلاعاتو فرهنګ رییس سمع‌الحق حق‌بیان سلام‌وطندار ته ویلي، پېښه تېره شپه شاوخوا دولس بجې د اورښتونو له امله غره څخه د کلي پر لور تیږې ښوویېدلي چې پر مهال یې ۲۵کورونه له‌منځه تللي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

ویجاړو شویو کورونو کې تر دامهاله پنځو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی، ۲ ټپیان او تر ۲۰ ډېر لادرکه دي. د حق‌بیان په خبره، سیمې ته مسوولان رسېدلي او د پاتې کسانو د را اېستلو هڅې روانې دي.

هغه وویل: «دا پېښه تېره شپه شاوخوا دولس بجې د ختیځ نورستان د نورګرامولسوالي، د تتین سیمې په نکره کلي کې رامنځته شوې ده، چې په پایله کې ۵ تنه وژل شوي، د دغې پېښې له کبله تر ۲۵ زیات کورونه تر خاورو لاندې دي شوي او د لاندې شویو کسانو د را اېستلو هڅې هم روانې دي.»

بل‌لور ته د سیمې خلک وايي، له تېرې ورځې راهیسې غربي نورستان کې په دوامدار توګه واوره او اورښتونه پیل شوي چې خلک یې ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي. دوی دا پېښه غمیزه بولي او له حکومت غواړي چې ژر تر ژره تر خاورو لاندې کسان راوباسي.

د سیمې اوسېدونکو په وینا، دامهال غربي نورستان ته ورغلې لارې هم تړل شوي او هېڅ‌څوک تګ‌راتګ نه‌شي کولی. دوی له دولت غواړي چې له خلکو سره مرسته وکړي.

د «تتین‌درې» اوسېدونکی جان محمد پیننا وايي: «دا رښتیا هم ډېره بده پېښه وه، تراوسه زموږ تر شلو زیات کلیوال تر خاورو لاندې دي. له حکومت څخه مو هیله دا ده چې له موږ سره مرسته وکړي، دلته خلک هیڅ نه‌لري. لارې پرې تړل شوي، مخابراتي شبکې هم په درست ډول کار نه‌کوي. هیله ده چې دولت زموږ غږ واوري.»

ختیځ کې د خالد بن ولید قول اردو ویاند وحیدالله محمدي وايي، سیمې ته د دوی امنیتي ځواکونه رسېدلي او خلکو سره لومړنۍ مرستې هم شوي دي. «سیمې ته زموږ امنیتي مسوولین رسېدلي، هلته یې له خلکو سره لومړنۍ مرستې هم کړې. په دغې پېښې کې دوه تنه ټپیان شوي چې ټپیان د درملنې لپاره اړوندو روغتونونو ته وړل شوي دي.»

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

غربي نورستان کې داسې حال کې د واورې او باران له کبله خلکو ته مرګژوبله اوړي چې د هوا پېژندنې ادارې د مالوماتو له مخې، اوس مهال د هېواد په ګڼو ولایتونو کې واوره او ورښتونه پیل شوي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام