د جوزجان امنیتي مسوولان وايي چې دغه ولایت کې د سختو واورو اورېدو او سړې هوا له کبله د مړو شویو کسانو شمېر ۲۴ ته رسېدلی دی.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د جوزجان د امنیې قومانداني ویاند عبدالستار حلیمي سلاموطندار ته ویلي چې د سختې واورې او یخنۍ له کبله د مړو شویو کسانو شمېرې په لوړېدو دي او لپاره یې یو حقیقتموندونکی پلاوی هم ټاکل شوی دی.
د جوزجان د امنیې قومانداني د ویاند په خبره، تر اوسه ورته د ۲۴ کسانو چې ۱۵ یې نارینه، پنځه ښځې او څلور ماشومان دي، د مړینې خبر رسېدلی دی.
په همدې حال کې د جوزجان د اطلاعاتو او کلتور رییس سیفالدین معتصم هم وايي چې د واورو او سړې هوا له کبله د مړو شویو کسانو او خلکو ته د اوښتو زیانونو د کره شمېرو راټولولو لپاره یې هڅې روانې دي.
هغه له زیانمنو کورنیو سره د بشردوستانه مرستو د زیاتېدو غوښتنه کوي.
بلهخوا د واورو اورېدو او سړې هوا له کبله زیانمنې کورنۍ وايي، سختې شپې او ورځې تېروي او بېړنیو بشردوستانه مرستو ته اړتیا لري.
د دوی په وینا، په وروستیو ورځو کې سړې هوا او کنګلونو خوراکي او ناخوراکي توکو ته د خلکو لاسرسی هم کړی دی.