Asset 1SWN

سرپل کې د هاوان مرمۍ چاودنې د یوه ماشوم ژوند اخیستی

فرماندهی-امنیه_ی-سرپل-qaezkcrhmeq4cdr0515735u8iawuo7rakile713mvc

د سرپل امنیتي مسوولان وايي چې په دغه ولایت کې د هاوان مرمۍ په چاودنه کې یوه ماشوم خپل ژوند بایللی دی. د سرپل د امنیې قومانداني ویاند دین‌محمد نظري سلام‌وطندار ته ویلي چې یاده پېښه د وږي په نهمه، د پنجشنبې د دغه ولایت د صیاد ولسوالي په قفلاتون سیمه کې شوې ده.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د نوموړي په وینا، وژل شوی ماشوم عبدالمطلب نومېده او پنځه کلن و. هغه زیاتوي چې د ماین پاکۍ ډلې هڅه کوي، څو پر ماینونو او چاودېدونکو ککړې سیمې په نښه او پاکې کړي.

تر دې مخکې، طبیعي پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت مسوولانو ویلي و چې په تېرو ۸ میاشتو کې ۲۱۳ افغان ماشومانو ته د ماینونو او چاودېدونکو توکو په چاودنو کې مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

د دغه وزارت د شمېرو پر بنسټ، اوس هم په افغانستان کې له ۱۲۰۰ کیلومټره مربع څخه ډېره ځمکه له ناچاودو ماینونو ډکه ده چې پاکولو ته اړتیا لري.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

بله‌خوا د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یا یونیسف تازه اعلان کړی چې افغانستان پر ناچاودو جګړه‌يیزو مهماتو یو تر ټولو ککړ هېواد دی او د دغو مهماتو د چاودنو ۸۰ سلنه قربانیان ماشومان دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام