د کندوز امنیتي مسوولان وايي چې په دغه ولایت کې د هاوان مرمۍ د چاودنې له امله دوه ماشومان وژل شوي او یو بل ماشوم ټپي دي.

د کندوز د امنیې قومنداني ویاند عبیدالله عابدي سلام‌وطندار ته ویلي چې دغه پېښه نن سهار د کندوز ښار اړوند د «باغ میري» په سیمه کې شوې ده.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د عابدي په وینا، په یاده سیمه کې ماشومانو د هاوان مرمۍ پر ناچاودې سرګلولې لوبې کوې چې چاودنه پر شوې او له امله یې دغو ماشومانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

د کندوز د امنیې قومنداني ویاند زیاته کړې چې د دغې چاودنې په پایله کې دوه ماشومان وژل شوي او یو بل ماشوم ټپي دی چې اوس په روغتون کې تر درملنې لاندې دی.

په ورته مهال د کندوز د امنیې قومنداني مسوولان د دغه ولایت له اوسېدونکو غواړي چې په خپلو سیمو کې د ناچاودو توکو د لیدو پرمهال دې دوی ته خبر ورکړي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دا په داسې مهال ده چې له دې وړاندې هم د هېواد په یو‌شمېر ولایتونو کې د جګړو پرمهال د پاتې شویو ناچاودو توکو له امله ګڼ‌شمېر ملکیان وژل شوي او یوشمېر یې ټپیان شوي هم دي.

پدې خبر پورې اړوند:

کلیدواژه‌ها: // // // //

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام