Asset 1SWN

ننګرهار کې د هاوان مرمۍ د چاودنې له امله یو ماشوم مړ او مور یې ټپي شوې

19C752B5-3F41-437F-B921-25859D95F3F2

د ننګرهار سیمه‌ییزې سرچینې سلام وطندار ته وایي چې د دغه ولایت په هسکې مېنې ولسوالي کې د هاوان مرمۍ د چاودنې له امله یو ماشوم وژل شوی او مور یې ټپي شوې ده.

د سرچینې په وینا، چاودنه نن سهار شاوخوا نهه بجې د دې ولسوالي مريز سيمه کې هغه مهال رامنځته شوې چې دغه ماشوم د هاوان مرمۍ په لاس کې اخیستې وه او له ځان سره یې لېږدوله چې پرې چاودلې.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د سرچینې په وینا، د چاودنې غږ ډېر قوي و.
د ننګرهار محلي مسوولانو تراوسه په دې اړه اړه څه نه دي ویلي.

د يادونې ده چې له دې مخکې هم د هېواد په بېلابېلو سيمو کې د پخوانيو ماينونو او سرګلولو د چاودنو له امله ورته پېښې رامنځته شوي چې مرګ ژوبله يې هم اړولې ده.

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام