Asset 1SWN

اسلامي امارت د ملګرو ملتونو د ښځینه کارکوونکو د کار مخه نیولې

image1170x530cropped

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانګړې استازولۍ یا یوناما پر ټویټر لیکلي چې په ننګرهار کې د ملګرو ملتونو د ښځینه کارکوونکو د کار مخه نیول شوې ده.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

یوناما د دې پېښې په اړه د اندېښنې ښودلو تر څنګ، ټینګار کړی چې باید ښځینه کارکوونکو ته یې د کار اجازه ورکړل شي.

یوناما د اسلامي امارت چارواکو ته په خطاب کې لیکلي چې د ملګرو ملتونو اړوندې ادارې له ښځینه کارکوونکو پرته فعالیت وکړي او خلکو ته ژغورونکې مرستې ورسوي.

د ملګرو ملتونو ځانګړې استازولۍ دا نه‌ده روښانه کړې چې څه وخت یې د ښځینه کارکوونکو د کار مخه نیول شوې ده.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

اسلامي امارت هم تر اوسه په دې اړه څه نه‌دي ویلي، خو تر دې مخکې یې په ټولو کورنیو او بهرنیو نادولتي موسسو کې د ښځینه‌وو کار ځنډولی و چې له کبله یې نه یوازې پراخ کورني او نړیوال غبرګونونه را وپارېدل، بلکې یوشمېر نړیوالو بنسټونو یې له امله خپل فعالیتونه هم ودرول.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام