د کابل ښار پنځمه امنیتي حوزه نن سهار د یوه موټربم برید شاهده وه. د کورنیو چارو وزارت وايي، دا موټربم چاودنه په ولسي جرګه کې د کابل ولایت د استازي خانمحمد وردګ پر موتریز کاروان شوې چې له کبله یې نهه ملکي وګړي وژل شوي او د نوموړي په ګډون، له شلو ډېر ټپیان دي.
د کورنیو چارو وزیر مسعود اندرابي وايي، تر اوسه معلومات نه لري چې په یاده چاودنه کې کوم مواد کارول شوي، خو زیاتوي چې د پېښې ډېری قربانیان ملکي وګړي دي.
د نوموړي په وینا، د چاودنې موخه په ولسي جرګه کې د کابل د خلکو استازی خانمحمد وردګ و.
د کورنیو چارو وزیر مسعود اندرابي وايي، په دې وروستیو کې یې داسې اطلاعات ترلاسه کړي چې د طالبانو کویټې شورا د خپلو غونډو پر مهال د افغانستان په لویو ښارونو کې د ځانمرګو بریدونو او سترو چاودنو چمتووالی نیولی دی.
اندرابي وايي، د وسلهوالو د بریدونو او چاودنو د مخنیوي لپاره لازم تدابیر نیولي دي.
د کابل له چاودنې سره هممهاله د هلمند په ناوې ولسوالي کې پر یوې امنیتي پوستې د تونل په وسیله چاودنه شوې چې د ملي اردو څلور سرتېري پهکې وژل شوي او یوشمېر نور ټپيان دي.
د کورنیو چارو وزیر مسعود اندرابي وايي، دغه پېښه د ناوې ولسوالي په (ژړ صاحب) سیمه کې شوې ده.
د دې ترڅنګ د یکشنبې په سهار د هلمند لښکرګاه ښار په نهمه حوزه کې ناپېژانده وسلهوالو پر پولیسو ډزې کړي چې یو یې پهکې وژل شوی او بل ټپي دی.
بلهخوا نن په ننګرهار او لوګر کې هم د چاودنو له امله یو پولیس وژل شوی، دوه پولیس او څو ملکي وګړي ټپیان شوي دي.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي سلاموطندار ته ویلي چې نن سهار شل کم یوولس بجې د دغه ولایت د مرکز جلالاباد په لومړۍ امنیتي حوزه کې د پولیسو پر رنجر موټر چاودنه کې یو پولیس وژل شوی او دوه نور ټپيان دي.
دا چاودنه د ولایت مقام شا ته په امیداباد سیمه کې شوې ده.
په دې سره د لوګر د امنيې قومانداني وياند شاهپور احمدزی وايي، د مرکز پلعلم ښار غازي څلور لارې ته څېرمه د ځای پر ځای شویو چاودېدونکو توکو چاودنه کې هم يو ملکي وګړی ټپي شوی دی.
خو عیني شاهدان وايي، په دې پېښه کې ۵ ملکي وګړي ټپيان شوي هم دي.
ولسي وګړي په دې وروستیو کې د هېواد په مرکز او ولایتونو کې جګړو، چاودنو او د تاوتریخوالي پېښو ډېرېدو ته اندېښمن دي او د جګړې پر ښکېلو خواوو غږ کوي چې جګړې او چاودنې دې بندې کړي.
په قطر کې د سولې خپلمنځي خبرو له پيل راهیسې د هېواد په مرکز او ولایتونو کې جګړې او د ناامنۍ پېښې ډېرې شوې دي.
په همدې حال کې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازی زلمي خلیلزاد هم پر دواړو خواوو غږ کړی چې د تاوتریخوالي د کمولو لپاره دې هڅې وکړي.