په بلخ او نیمروز کې د داعشیانو پر پټن‌ځایونو د ا.ا عملیات

د ا.ا ځواکونو بېګاه د نیمروز په مرکز زرنج ښار کې د داعش ډلې پر یوه پټن‌ځای عملیات کړي، خو لا یې د عملیاتو څرنګوالي او له کبله یې د اوښتې مرګ‌ژوبلې په اړه څه نه‌دي ویلي.
په زرنج ښار کې ځینو سرچینو بېګاه سلام‌وطندار ته وویل چې د شپې شاوخوا یوولس بجې په ښار کې د سپکو او درنو وسلو ډزې پیل شوي او د ا.ا ځواکونو د سیمې یوشمېر اوسېدونکي هم له کورونو را اېستلي دي.

اسلامي امارت د ملګرو ملتونو د ښځینه کارکوونکو د کار مخه نیولې

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانګړې استازولۍ یا یوناما پر ټویټر لیکلي چې په ننګرهار کې د ملګرو ملتونو د ښځینه کارکوونکو د کار مخه نیول شوې ده.
یوناما د دې پېښې په اړه د اندېښنې ښودلو تر څنګ، ټینګار کړی چې باید ښځینه کارکوونکو ته یې د کار اجازه ورکړل شي.

هرکال هېواد ته د خلکو له اړتیا ډېر درمل په قاچاقي توګه واردېږي

د درملو او روغتیايي محصولاتو ټولنې مسوولان افغانستان ته په پراخه کچه د بې‌کیفیته درملو د قاچاق او واردولو څخه د اندېښنې په څرګندولو سره وايي، هر کال هېواد ته د خلکو له اړتیا زیات درمل او روغتیايي محصولات هېواد ته قاچاقېږي.

شنونکي: د بشري مرستو کمېدو له امله به افغانان له ستونزو ډک کال ولري

د ملګروملتونو د بشري مرستو د همغږي ادارې اوچا څه موده وړاندې ویلي و چې روان میلادي کال افغانستان کې اړمنو سره د مرستو لپاره ۴ میلیارډ او ۶۰۰ میلیونه ډالرو ته اړتیا لري.

یاد سازمان تازه د اندېښنې په څرګندولو سره ویلي، افغانستان کې بې‌وزلو کورنیو سره د مرستې لپاره یې د غوښتل شویو مرستو له ډلې یوازې ۵سلنه ترلاسه کړي دي.

کاپیسا کې د شاتو مُچیو پالونکي: ناروغیو مو لسګونه صندوقه مُچۍ له‌منځه یوړې

کاپیسا د پلازمېنې کابل په شمال‌ختیځ کې پروت هغه ولایت دی چې د شاتو مچیو د پالنې او پاتنې لپاره مناسبه هوا لري. د یاد ولایت د نجراب ولسوالي بیا د شاتو په تولید کې ځانګړی نوم لري او دا مهال ۱۰۰کسان دغه ولسوالي کې د شاتو مچیو پر ساتنه او پالنه بوخت دي.

بلخ کې د ا.ا د ځواکونو عملیاتو کې شپږ داعشیان وژل شوي

د بلخ امنیتي مسوولان وايي چې دغه ولایت کې یې د داعش ډلې شپږ غړي وژلي دي. د بلخ د امنیې قومنداني ویاند محمداصف وزیري وايي، ځانګړو ځواکونو بېګاه شپه د دغه ولایت د نهرشاهي ولسوالي «انجنير مهدي» سيمه کې د داعش وسله‌والو پر یوه پټنځای عملیات کړي چې په پايله کې يې شپږ داعشیان وژل شوي دي.