Asset 1SWN

غزني کې پر موټرسایکل سپور کس تر موټر لاندې شوی او ژوند یې بایللی

IMG-20230404-WA0025-q4iolywh0m2ezt84rzr1tw6qkuf7kwojscom2ldzt4

په غزني کې امنیتي مسوولان وايي چې په دغه ولایت کې پر موټرسایکل سپور کس تر یوه ټېلر لاندې شوی او خپل ژوند یې له لاسه ورکړی دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د غزني د امنیې قومانداني ویاند خالد سرحدي سلام‌وطندار ته ویلي چې نن (د وري پنځلسمه، سه‌شنبه) سهار د دغه ولایت په مقر ولسوالي کې یو کس چې پر موټرسایکل سپور و، تر موټر لاندې شوی دی.

د نوموړي په وینا، لومړی یو «پاسو» ډوله موټر له یوه ټېلر سره ټکر کړی او وروسته ټېلر پر یوه موټرسایکل سپور کس ورختلی چې له کبله یې یاد کس مړ شوی دی.

هغه زیاتوي چې مړ شوی کس عبدالحکیم نومېده او د کندهار اصلي اوسېدونکی و.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د یادونې ده چې تر دې وړاندې هم په ځینو ولایتونو کې ورته پېښې شوي چې له کبله یې یوشمېر افغانانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام