په نړۍ کې د کورونا ویرووس د بېلابېلو بڼو او ډولونو له موندنې وروسته په تازه‌ګۍ سره د دغه وژونکي ویرووس یوه نوې بڼه موندل شوې چې په خورا چټکۍ خپرېږي. د روغتیا نړیوال سازمان د نوي موندل شوي کورونا ویرووس بڼه اومېکرون نومولې او د خپراوي په اړه یې اندېښنه ښودلې.

په داسې حال کې چې د اومېکرون د نښو نښانو په اړه تراوسه کره معلومات نشته، خو ډاکټران وايي چې دغه ویرووس د کورونا د نورو موندل شویو ویرووسونو په پرتله ګواښوونکی دی او ځوانان پرې ډېر اخته کېږي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

ډاکټر مصطفی وايي، په داسې حال کې چې د اومېکرون ویرووس د خپراوي چټکتیا ډېره ده، د دې شونتیا شته چې د کورونا واکسین یې پر وړاندې مقاومت ونشي کړای.

نوموړی زیاتوي چې دغه ویرووس له نورو سره توپیر لري او په یوې ثانیه کې له یوه کس څخه بل ته لېږدول کېږي.

اومېکرون ویرووس د لومړي ځل لپاره په سوېلي افریقا کې وموندل شو چې وروسته بیا د نړۍ یو‌شمېر هېوادونو کې مثبتې پېښې راڅرګندې شوې.

په ورته مهال که څه هم د دغه ویرووس کومه پېښه لا تراوسه په افغانستان کې نه ده ثبت شوې، خو وېره شته چې اومېکرون د کورونا ویرووس په څېر له نورو او په ځانګړې توګه ګاونډیو هېوادونو څخه افغانستان ته راولېږدول شي.

د ایران د روغتیا وزارت وايي چې په دغه هېواد کې د اومېکرون کومه مثبته پېښه نه ده ثبت شوې، خو دغه هېواد ته یې د لېږد شونتیا ډېره ده.

په همدې حال کې د روغتیا برخې کارپوهان وايي، که چېرته اومېکرون ویرووس په ایران کې خپور شي، شونتیا شته چې له ایران څخه یې افغانستان ته خپراوی ډېر شي.

 د افغان چاپان روغتون رییس زلمی رښتین وايي، په ایران کې د اومېکرون ویرووس خپراوی به د افغانستان لپاره هم یو ناورین وي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د نوموړي په وینا، افغان چاپان روغتون د کورونا ویرووس د یوازیني ځانګړي روغتون په توګه د کورونا د بېلابېلو ډولونو او بڼې د تشخیص اړین توکي او وسایل نه لري. د هغه په وینا، وړاندې به هم دغه روغتون کې یوازي ناروغ کتل کېده چې کورونا لري او که نه او د ویرووس د بڼې معلومولو لپاره یې لازم وسایل نه درلودل.

پر اومېکرون ویرووس له اخته کېدو څخه د مخنیوي یوازینۍ لار د لاسونو وینځل، ماسک کارول او ټولنیز واټن مراعاتول توصیه شوې دي.

 

 

 

 

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام