Asset 1SWN

کابل کې کارګران: کار نشته، د ژوند لګښتونه نه شوو برابرولی

KARGAR-121-qa4paddr70zfa2akvkn3hfqagip8ptnev86j2vlkso

د سهار ۱۱ بجې دي. حسام‌الدین چې د رنګمالۍ سامان یې په یوه سطل کې اچولی او د ښار پر یوه سړک یې دېوال ته تکیه کړې وايي، له سهار راهیسې کوڅه په کوڅه په کار پسې ګرځېدلی، خو پیدا کړی یې نه دی. هغه چې د کابل ښار د شوربازار اوسېدونکی او رنګمال دی، وايي چې له لوی اختر راهیسې یې یوه ورځ کار هم نه‌دی موندلی.

حسام‌الدین زیاتوي: «کور کې اته کسان یوو. تر اوسه مې د سهار چای نه‌دی خوړلی. سهار پنځه بجې راغلی وم، تر اوسه نه کار شته او نه بار. همداسې سرګردانه یم. دوه درې میاشتې کېږي چې د کور کرایه مې نه‌ده ورکړې، ناست یوو چې کار ومومو.»

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

هغه ټینګار کوي چې د کار نه موندلو له کبله ډېرې ورځې څو هغه ډوډۍ کور ته وړي چې خلک یې د زړه‌خوږي له کبله ورسره مرسته کوي.

د کابل ښار د تایمني اوسېدونکی او خټګر رازمحمد وايي، د افغانستان اسلامي جمهوریت له ړنګېدو وروسته یې په دوامداره توګه کار نه‌دی موندلی او د کور ډېره برخه خرڅ په پور برابروي.

نوموړی زیاتوي: «سږ کال مې یوه ورځ کار موندلی. کوم یوه که څلور پنځه ډوډۍ خیرات راکړې. لس کسان ډوډۍ خواره یوو. دوه‌نیم لکه افغانۍ پوروړی یم. په قرض او سوال خپل روزګار چلوو. ډېری شپې وږي ویده کېږو.»

همدارنګه، نهضت چې له خپلې شپږکلنې لور سره د کابل ښار په زاړه تایمني سیمه کې د واټ پر سر د کار موندلو ته په تمه ده وايي، خپله د ورځې مزدورکاري لټوي او لور یې نانوايي‌ګانو ته نږدې ناسته وي او له خلکو ډوډۍ غواړي. هغه زیاتوي: «تل لوږه زغمو، خدای شاهد دی چې دوه وخته ډوډۍ خورو.»

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

په همدې حال کې د اقتصاد وزارت ویاند عبدالرحمان حبیب وايي، دغه وزارت هڅه کړې چې خلکو ته دوامداره کار پیدا کړي. هغه زیاتوي: «زموږ کاري لومړیتوب زېربنايي پروژو ته پام اړول دي. د بېلګې په توګه، تېر کال دولس شرکتونه او تولیدي تصدۍ فعالې شوې او ۴۰ کسانو ته په‌کې کار پیدا شو.»

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یا یونیسف تازه په یوه راپور کې لیکلي چې افغانستان کې د اړمنو کسانو شمېر له ۲۸ میلیونه او ۸۰۰ زرو څخه ۲۹ میلیونه او ۲۰۰ زرو ته ډېر شوی دی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام