Asset 1SWN

کابل کې د کارګرو وزګارتیا؛ «کار نشته، د کور وسایل پلورو او ژوند پرې چلوو»

کارګر

یوشمېر کارګر چې هره ورځ سهار وختي د کابل له بېلابېلو سیمو د شهرنو حاجي یعقوب څلورې ته د کار موندلو په موخه راځي، وايي چې په ورځو ورځو ورته کار نه پیدا کېږي.

شاپور چې ۴۵ کاله عمر لري او هره ورځ له دارالمان څخه شهرنو ته د کار موندلو په موخه راځي وايي، د ۸ کسیزې کورنۍ سرپرست دی، خو دې وروستیو کې ورته د یوې ورځې کار موندل د مرغۍ پۍ ګرځېدلي دي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

هغه وايي، نه د خوراک او نه هم د کور تودولو لپاره څه لري او تر اوسه یې په پور ژوند روان کړی دی.

وهاب هم د کابل ښار د شهرنو حاجي یعقوب څلورلارې کې د ولاړو لسګونو نورو کارګرو له ډلې یو دی. نوموړی هم وايي چې کار ورته نه پیدا کېږي او بچیان یې په شپو شپو په لوږه ویده شوي دي.

هغه وايي، د ژوند سختیو یې ځواني خاورې کړې او اوس له نورو همځولو زوړ ښکاري. وهاب زیاتوي چې د ژوند پر مخ وړلو لپاره اړ شوی چې د کور د وسایلو پلورلو ته مخه کړي.

عبدالرووف یو بل کارګر دی چې له ژوند څخه سر ټکوي. هغه وايي، وزګارتیا او د ژوند نورو کړاوونو له ده او کورنۍ څخه یې هوساینه اخیستې ده.

نوموړی چې د شپږو بچیانو پلار دی وايي، ډېر کله د بې‌وزلۍ او ناچارۍ له کبله د خپلوانو د خوښیو مراسم هم ترې پاتې کېږي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د هغه په وینا، هره ورځ له ۵۰۰ تر ۶۰۰ کسان د کار موندلو لپاره یادې سیمې ته ورځي، خو له ساعتونو انتظار وروسته بېرته کور ته ستنېږي.

د معلوماتو له مخې، هېواد کې وروستي سیاسي بدلون تر ډېره د عامو افغانانو پر ژوند منفي اغېزې کړي، خو د اسلامي امارت چارواکي وايي، هڅه کوي چې د زیاتېدونکې بې‌وزلۍ مخه ونیسي.

مرتبط با این خبر:

کلیدواژه‌ها: // // // // // //

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام