Asset 1SWN

د څښاک اوبو نشتوالي په اړه د کابل ښار د پنځلسمې ناحیې د اوسېدونکو شکایت

water-13-pvbyn24cdqken2aptc8ijvggnordvy73pifrjuzlvs (1)

د کابل ښار د پنځلسمې ناحیې اړوند د «پنجصدفامیلي» سیمې اوسېدونکي چې دې سیمه کې د اوبو رسونې یوه خصوصي شرکت ته د اوبو لګښت ورکولو په موخه راغلي، شکایت کوي چې یاد شرکت ورته لازمې اوبه نه ور رسوي.

دوی وايي، که څه هم هرې کورنۍ د نلونو تېرولو لپاره دغه شرکت ته ۲۵ زره افغانۍ ورکړي او هره میاشت خپل لګښتونه هم ورکوي، خو دغه شرکت ورته لازمې اوبه نه ورکوي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

دغه خلک زیاتوي چې د اړتیا وړ اوبو پوره کولو لپاره اړ دي چې د باران اوبه وکاروي. د دې سیمې یو اوسېدونکی فضل‌الله وايي، له ۸۰ سلنه ډېر خلک د اوبو له نشتوالي سره مخامخ دي او په وینا یې، د دې ستونزې د حل لپاره یې هڅې کړي، خو پایله یې نه‌ده لرلې.

د یادې سیمې یو بل اوسېدونکی شاه‌پور هم وايي: «دلته په غره کې اوسېږو. که اوبه نه وي، ډېره سخته ده. ژوند مو له ډېرو ستونزو سره مخ دی. هره میاشت پیسې هم تحویلوو.»

د کابل اوسېدونکي د اوبو کموالي تر څنګ، د اوبو له خرابوالي هم شکایت کوي. د کابل اوسېدونکی محمدادریس یحی‌زاده وايي: «په اوونۍ کې باید یو ځل اوبه راخوشې شي. که اوونۍ کې یوه ورځ هم خوشې شي، د خلکو بس دي. کومې اوبه چې راځي، تروې دي، نه څښل کېږي او نه هم د چای لپاره ترې ګټه اخیستل کېږي.

په همدې حال کې د اوبو او برښنا وزارت د اوبو لګونې او رسونې رییس عمار مموزي سلام‌وطندار سره مرکه کې ډاډ ورکړی چې د پنجصدفامیلي سیمې اوسېدونکو د اوبو ستونزه به حل کړي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

هغه زیاتوي: «په پنجصدفامیلي سیمه کې د طبیعت ازاد په نوم شرکت فعالیت کوي او دغه شرکت تر اوسه له موږ د فعالیت سند هم نه‌دی اخیستی. موږ به د دغه شرکت مسوولان شرکت ته را وغواړو، څو د خپل فعالیت جواز واخلي او هم خلکو ته هغسې اوبه ورسوي چې ژمنه یې ورسره کړې. فعالیت یې زموږ د څارنې ډلې تر څار لاندې دی.»

دا داسې مهال ده چې په وروستیو کلونو کې د کابل تر ځمکې لاندې اوبه ډېر ښکته شوې دي. دغه وضعیت نه یوازې د خلکو اندېښنې را پورته کړي، بلکې د څښاک اوبو ته یې د هغوی لاسرسی هم لنډ کړی دی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام