پکتیا کې د کارېزونو او څاه‌ګانو وچېدل؛ خلک د څښاک اوبه نه لري

د پکتیا چارواکي وایي چې په دغه ولایت کې د اوبو کچې ټيټېدو له امله ډېری څاه‌ګانې، کاریزونه او چینې چې خلکو به د څښاک اوبو لپاره ترې ګټه اخیستله، وچې شوې دي.
د پکتیا د سندیزې حوزې ریاست د اوبو اندازه کولو برخې مسوول احمدالله احمدزی وایي، د لمرېزې برښنا په وسیله له ژورو څاهګانو د اوبو را اېستلو له کبله د اوبو کچه ټیټه شوې او زیاتره څاهګانې او کارېزونه وچ شوي دي.