د پکتیا چارواکي وایي چې په دغه ولایت کې د اوبو کچې ټيټېدو له امله ډېری څاه‌ګانې، کاریزونه او چینې چې خلکو به د څښاک اوبو لپاره ترې ګټه اخیستله، وچې شوې دي.

د پکتیا د سندیزې حوزې ریاست د اوبو اندازه کولو برخې مسوول احمدالله احمدزی وایي، د سېلابونو له امله ځینې کاریزونه او څاه‌ګانې هم تخریب شوي چې خلک یې پاکو اوبو څخه بې‌برخې کړي دي.

نوموړی خبرداری ورکوي، که په خپل سر د تر ځمکې لاندې اوبو د کارولو مخه ونه‌ نیول شي، راتلونکي کې به د څښاک اوبو ته د خلکو لاسرسی نور هم سخت شي.

هغه زیاتوي چې د لمرېزې برښنا په وسیله له ژورو څاه‌ګانو د اوبو را اېستلو له کبله د اوبو کچه ټیټه شوې او زیاتره څاه‌ګانې او کارېزونه وچ شوي دي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

هغه وايي، ګردېز کې یې وخت په وخت د اوبو کچې معلومولو لپاره ۲۶ څاه‌ګانې کیندلي او هره میاشت یې له لارې د اوبو کچه او کیفیت څېړي. د احمدزي په وینا، د پکتیا په مرکز ګردېز کې د اوبو کچه یونیم متر او په ولسوالیو کې هم تر دوو مترو پورې ټيټه شوې ده.

په همدې حال کې د پکتیا اوسېدونکي هم پاکو اوبو ته د نه لاسرسي په اړه شکایت کوي. دوی وايي، له یوې خوا یې کاریزونه او څاه‌ګانې وچ شوي او بله‌خوا وروستیو سېلابونو هم زیانمن کړي او همدا لامل دی چې خلک اوس له لرو ځایونو د څښاک اوبه راوړي.

د پکتیا دوو اوسېدونکو سلام‌وطندار ته ویلي:

«ډېری خلکو به کلیو کې د کارېزونو او پاکو ویالو اوبه کارولې، خو هغو ته یې هم بشپړ لاسرسی نه درلود. په وروستیو کې چې سېلابونه راغلل، کارېزونه، ویالې او چینې یې ټولې له منځه یووړې. ډېری خلک د څښاک له پاکو اوبو بې‌برخې دي.»

«کلي کې چې د چا کوهي، روغ پاتې شوي؛ خلک ټولې اوبه په لاسي کراچیو کې ترې راوړي. په یونیم لوړ ځای کې که کوم کوهی روغ پاتې وي، خلک ترې ګټه اخلي. د خلکو ټولې څاه‌ګانې او برمې خرابې شوې؛ مخکې چې موسوو کومې برمې په جګو ځایونو کې وهلې وې، هغه ځینې روغې پاتې دي. خلک په بوشکو او بالټیو کې اوبه ترې راوړي. خلک له سختو ستونزو سره مخ دي.»

پکتیا کې دې وروستیو کې پاکو اوبو ته د نه لاسرسي له امله ګڼ‌شمېر خلک پر بېلابېلو ناروغیو هم اخته شوي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه دلته وڅارئ

د پکتیا روغتیايي مسوولانو ویلي چې په دې وروستیو کې د پاکو اوبو د کاریزونو، چینو او څاه‌ګانو د وچېدو له امله خلک اړ شوي چې د څښاک لپاره د عمومي ویالو اوبه وڅښي او همدا لامل دی چې خلک پر بېلابېلو ناروغیو اخته کېږي. د دوی د شمېرو له مخې، تراوسه په دغه ولایت کې له ۲۰۰۰ ډېر کسان پر نس‌ناستې او نورو ناروغیو اخته شوي دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام