یوشمېر کابل ښاریان شکایت کوي چې د څښاک اوبو ته لاسرسی نه لري او د اوبو رسونې شرکت ورته له دوو میاشتو راهیسې اوبه نهدي رسولي.
عبدالصمد چې ۶۰ کاله عمر لري او د کابل ښار په دهافغانانو کې اوسېږي وايي، د اوبو رسولو دولتي شرکت له تېرو دوو میاشتو راهیسې پرې د څښاک اوبه وچې کړې دي.
هغه وايي: «لومړی اوونۍ کې یوه ورځ راتلې، بیا لس ورځې وروسته شوې، خو اوس یې بېخي وچې کړي. دلته ډېرو کورونو ته د اوبو د لګښت بلونه راځي، خو اوبه نشته. هېڅ نشته.»
د کابل ښار د دویمې ناحیې اړوند د نواباد اوسېدونکي عابد او نورعلي وايي، له یوې خوا یې اقتصادي وضعیت جوړ نه دی او ایله دومره کولای شي چې خپلو بچیانو ته خواړه برابر کړي، خو اوس اړ دي د څښاک اوبه هم په پیسو وپېري چې وسه یې نه لري.
دوی زیاتوي: «اوبه نشته، پېرو یې. دا دوهنیمې میاشتې کېږي چې اوبه په پیسو پېرو، یعنې یوه بوشکه په ۵۰ افغانۍ پېرو.» «اوبه نشته، هېڅ نشته. ستونزې مو بېخي ډېرې دي، خو اوس اړ یوو چې اوبه هم وپېرو.»
خو کابل کې د ښاري اوبو رسونې دولتي شرکت مسوولان وايي چې د تر ځمکې لاندې اوبو کچه ټیټه شوې او همدا لامل دی چې خلکو ته لازمې اوبه نه ور رسېږي.
د دغه شرکت مرستیال انجینر محمدنسیم سلاموطندار ته ویلي چې د کابل ښار د دویمې ناحیې اړوند د دهافغانان، نواباد او قولابچکان سیمو اوسېدونکو ته د اوبو د کمښت له امله اوونۍ یو ځل د څښاک اوبه ور رسوي.
هغه وايي، د یادو سیمو لپاره د ځانګړو شویو دوو څاهګانو له ډلې یوه یې وچه شوې او د بلې هم ۷۰ اوبه کمې شوې دي او اوس ورته له بدیلو څاهګانو اوونۍ کې یوه ورځ اوبه ورکوو.
بلهخوا د اوبو او انرژۍ وزارت د معلوماتو له مخې، په یوازې تېر یوه کال کې د کابل ښار د تر ځمکې لاندې اوبه په منځنۍ کچه ۸ متره ښکته تللې دي.
دغه وزارت وايي، اوس کابل ښار کې د اوبو رسونې ۳۰ شرکتونه فعالیت کوي چې یوازې یو دولتي شرکت یې ۵۰ سلنه پلان شویو او ۳۰ سلنه ناپلان شویو سیمو ته د څښاک اوبه رسوي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د اوبو او برښنا وزارت د تر ځمکې لاندې اوبو رییس عزیزالرحمان سلاموطندار ته ویلي، په پام کې لري چې کابل ښار کې د اوبو کچې لوړوالي په موخه ځینې پروژې پلې کړي. هغه وايي، د پروژو له ارزونې وروسته یې ۳۳ پروژې په نښه کړي چې راتلونکي پسرلي کې به یې په عملي ډول چارې پیل کړي.
وروستۍ وچکالۍ، د تر ځمکې لاندې اوبو د ډېرېدو او پیاوړتیا برخه کې د پروژو نه موجودیت او د خلکو له لوري د اوبو ډېر او بېپروا لګښت هغه لاملونه یادېږي چې کابل ښار کې یې د تر ځمکې لاندې اوبو کچه ټيټه کړې ده.