Asset 1SWN

کابل کې د ناروغانو پایوازان په درملتونونو کې د یوشان درملو د بیو له نابرابرۍ سر ټکوي

IMG-20230503-WA0057-q64lgb92klsoihxmylwqamzw2nw6ez8di478y8aw7o

کابل ښار کې د ناروغانو یوشمېر پایوازان شکایت کوي چې یو ډول درمل په بېلابېلو درملتونونو کې بېلابېلې بیې لري او په وینا یې، درمل پلورونکي د هر ډول درملو لپاره په خپل سر بیې ټاکي. دوی له سرپرست حکومت، په تېره د خوړو او درملو ادارې څخه غواړي چې بازار کې د درملو بیې کنټرول کړي.

یوشمېر دغه پایوازان چې ناروغان یې د کابل په ملالۍ زېږنتون او جمهوریت روغتون کې بستر دي وايي، دغو روغتونونو ته څېرمه یوشان درمل په درملتونونو کې یوه بیه نه لري. د ناروغانو پایوازان سراج‌الدین چې د زمان‌خان کلا او محمدعالم چې د مکروریانو اوسېدونکي دي، وايي:

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

«له ډېرو ستونزو سره مخامخ شوم. نخسه مې چې یوه روغتون ته یووړه، ۵۰۰ ده، په بله کې په ۳۰۰ ده. که لومړي درملتون ته یې وروړو او وپوښتو چې ولې توپیر لري، هغوی خپل دلایل لري. د درملو بیه دوه درې سوه توپیر لري.»

«یوه نخسه درمل په یوه روغتون کې ۱۳۰۰ یا ۱۴۰۰ ده، خو په ځینو ځایونو کې کمه ده. څوک یې لري، څوک یې نه لري. د خلکو اقتصاد ډېر کمزوری دی. خلک ناچاره دي چې پیسې پور کړي او د ناروغ درملنه وکړي. د درملو بیه نږدې نیمايي توپیر کوي.

په همدې حال کې محمدابراهیم چې مېرمن یې د درملنې په موخه له بغلان څخه کابل ته راوستلې او په جمهوریت روغتون کې بستر ده، هم د یوشان درملو د بیو پر نابرابرۍ نیوکه کوي او له اړوندو مسوولانو غواړي چې مخه یې ونیسي.

هغه زیاتوي: «کله چې نخسه له روغتون دباندې وړو، ډېر توپیر لري. فکر کوم چې نه کنټرولېږي. د هر چا چې په هره بیه زړه شو، پلوري یې. پایواز خو ناچاره دی چې درمل وپېري. دغه وضعیت باید کنټرول شي.»

خو د خوړو او درملو ملي ادارې ویاند جاوېد هژیر سلام‌وطندار ته ویلي چې د کابل ښار د درملتونونو څارل دوام لري او دغې ادارې د درملو پلورو په برخه کې درملتونونو ته مشخصه سلنه ټاکلې ده.

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

د نوموړي په وینا، په افغانستان کې د درملو بیې ځکه توپیر لري چې د بېلابېلو کمپنیو دي، خو دوی یې بیا هم څاري او که وویني چې چا له ۱۵ سلنه ډېره ګټه یې کړې، درملتون به یې وتړي.

کابل ښاریان نه یوازې د ښار په درملتونونو کې د یو ډول درملو د بېلابېلو بیو، بلکې د درملو د کیفیت په اړه هم شکایت کوي. د خوړو او درملو ملي ادارې د شمېرو له مخې، افغانستان کې ۸۰ سلنه کارېدونکي درمل له بهره راځي او افغانان هر کال یو میلیارډ ډالر په درملو لګوي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام