Asset 1SWN

هېواد کې د درملو او روغتیايي محصولاتو تولید ۴۰۰ قلمه لوړ شوی

23603_641

د خوړو  او درملو ملي ادارې مسوولان وايي چې دا مهال په ټول هېواد د درملو تولید برخه کې ۹۵کارخونې فعالیت لري چې ۳۹ یې تازه د تېرو نږدې دوو کلونو پر مهال جوړې شوې دي.

د یادې ادارې د مسوولانو په وینا، د درملو او روغتیايي محصولاتو برخه کې ځینې کارخونې چې د بېلابېلو لاملونو له امله تړل شوې وې هم بېرته فعالې شوې دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د خوړو او درملو ملي ادارې ویاند جاوید هژیر سلام‌وطندار ته وویل چې د یادو کارخونو د تولید ظرفیت له ۲۵۰ قلمو څخه ۶۵۰ قلمو ته لوړ شوی دی.

نوموړي وویل: «دا مهال په ټول افغانستان کې د درملو او روغتیايي محصولاتو تولید برخه کې ۹۵کارخونې فعالیت لري چې ظرفیت یې هم لوړ شوی او پخوا یې د تولید ظرفیت کم وو.»

د خوړو او درملوادارې مسوولان داسې مهال د درملو تولیدي کارخونو د شمېر او تولید ظرفیت لوړېدو څخه خبر ورکوي چې د کابل اوسېدونکي د ښار په درملتونونو کې د بې‌کیفیته درملو له شتون شکایت کوي.

د کابل اوسېدونکی ادیب سلام‌وطندار ته وايي چې هر کال په زرګونه افغانۍ درمل اخلي، خو په وینا یې، د دې پر ځای چې ناروغ یې ښه شي، نورې روغتیايي ستونزې یې ورته پیدا کړې دي.

نوموړي زیاته کړه چې درمل کیفیت نه‌لري او اغېز یې هم کمې دي. نوموړي وویل: «زموږ ناروغ د ګردې تکلیف لري، اووه-اته کاله کېږي چې تر درملنې لاندې  دي. درمل بې‌کیفیته دي او اغېز نه‌کوي، ښايي څه باندې ۱۰۰زره افغانۍ مو پرې لګولي وي.»

د پازمېنې یوې بلې اوسېدونکې زینب وویل چې مور یې د زړه ناروغي لري او هر ډول درمل یې چې ورته اخیستي، بې‌اغېزې وو. «نهه-لس کاله کېږي چې مور مې د زړه ناروغي لري، دولتي او خصوصي روغتونونو ته مې وړې، درملنه یې بې‌اغېزې وه او ناروغۍ یې زیاتې شوې.»

په ورته مهال د خوړو او درملو ملي ادارې د څارنې او ارزونې ریاست مسوولانو نن کابل کې یوې ناستې ته د وینا پر مهال وویل چې د روان کاله له پیله یې تراوسه کابل کې ۶ لارۍ بې‌کیفیته درمل ټول کړي دي.

د خوړو او درملو ملي ادارې د څېړنې او کنټرول رییس سلیم‌خان فدايي وویل: «له بېلابېلو زونونو مو درمل راټول کړي چې تاریخ یې تېر او بې‌کیفیته و چې د درملو شرکتونو او عمده پلورنځیو څخه راټولې شوې دي.

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

د خوړو او درملو ملي ادارې د مسوولانو په وینا، ډېری بې‌کیفیته درمل د افغانستان په سرحداتو کې د ۷۳ بېلابېلو فرعي لارو څخه هېواد ته قاچاقېږي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام