Asset 1SWN

د برښنا او اوبو وزارت نوې طرحه؛ کابل کې د اوبو زیات مصرف لپاره مالیه ټاکل شوې

Afghan

د برښنا او اوبو وزارت مسوولان وايي، داسې یوه طرحه يې ریاست‌الوزرا ته لېږلې چې له مخې به يې کابل ښار کې د خپل‌سرو څاګانو د کیندنې مخه ونیول شي.

د یاد وزارت د طرحې پر بنسټ هغه کورونه او ودانۍ چې له اندازې زیاتې اوبه مصرفوي، حکومت به پرې مالیه لګوي. د برښنا او اوبو وزارت ویاند اخترمحمد نصرت سلام وطندار ته وویل چې یاده طرحه د کابینې تر تصویب وروسته عملي کېږي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

نوموړي وویل: «دغه وزارت د ځمکې لاندې د اوبو مدیریت لپاره ریاست‌الوزرا ته یوه طرحه استولې چې تر تصویب وروسته د پلې‌کېدو وړ ده او په کورونو کې څوک اجازه نه لري چې په خپل‌سري توګه اوبه مصرف کړي. د اوبو څاه‌ګانو ته میټر لګول کېږي. که زیاتې مصرف شوې، د کور په خاوند به مالیه لګول کېږي.»

بل‌خوا د کابل ښار یو‌شمېر اوسېدونکي وايي چې د یاد ښار اوسېدونکي بې‌وزله دي او نه‌شي کولای چې د څښاک پاکو اوبو لپاره پیسې ورکړي. د کابل ښار اوسېدونکی عزت‌الله وايي، وزګارتیا ډېره ده او نشي کولای د اوبو لپاره حکومت ته پیسې ورکړي.

په ورته مهال د کابل ښار یو بل اوسېدونکی فیض‌محمد وايي، دا طرحه د خلکو لپاره د منلو نه ده. د نوموړي په وینا، خلک نه شي کولای د څښلو اوبو پر سر هم حکومت ته پیسې ورکړي.

په همدې حال کې د برښنا او اوبو برخې یو کارپوه سید حسیب وايي، خلکو ته د پاکو اوبو برابرول د حکومت له دندو ده او په وینا یې، حکومت باید خپل مسوولیت ادا کړي.

نوموړي وویل: «حکومت باید خلکو ته اوبه برابرې کړي او دا یې مسوولیت دی او همداراز دا طرحه د عملي‌کېدو وړ نه ده او خلک د بې‌وزلۍ له امله ترې ملاتړ نه کوي.»

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د برښنا او اوبو وزارت له دې وړاندې ویلي و چې کابل کې د اوبو د کمښت مخنیوي لپاره د اوبو رسولو دوه سترې پروژې تر لاس لاندې لري چې یو يې له للندر تنګي او بله يې د پنجشیر سیند څخه کابل ښار ته د اوبو رسولو پروژې دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام