Asset 1SWN

کابل کې یو‌شمېر مېرمنو د توکو د پلور په پلمه سوال کولو ته مخه کړې

IMG_8477-min

کابل کې د ا.ا له لوري د ښځینه سوالګرو له ټولولو وروسته اوس دغه سوالګرې په ځانګړې بڼه او نویو تګ‌لارو  پلازمېنه کې له خلکو سوال کوي.

دغه سوالګرې مېرمنې او نجونې د قلم، پلاسټیک او نورو توکو د پلور په پلمه د کابل ښار په بېلابېلو ګڼ‌مېشتو سیمو کې له خلکو د مرستې او سوال غوښتنه کوي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

بي‌بي‌ اصفه چې د کابل برکي څلور لارې کې ماسک پلوري، وايي، د خپلې کورنۍ یوازینۍ ډوډۍ راوړونکې ده او په وینا یې، له کار کولو پرته بله چاره نه‌لري.

نوموړې وویل: «درې کاله کېږي چې خاوند مې ورک شوی، نه کار شته، نه غریبي. ونه‌شو او راووتم، که کار پیدا کړم. یوازې زه یم. زوی مې هم کور کې وزګاره ناست دی. دولت راسره مرسته نه ده کړې. دومره مرستې خلکو واخیستې، خو موږ سره چا بورۍ اوړه مرسته هم نه ده کړې.»

په ورته مهال ۱۹کلنه زهره چې د کابل ښار په یوه څنډه کې قلمونه پوري، وايي، کورنۍ یې اړ کړې چې د یوې مړۍ ډوډۍ او پیسو پیدا کولو لپاره له کور د باندې کار وکړي.

هغې وویل: «کور کې هېڅ نه‌لرو، دلته راغلې یم ناسته یم. پلار مې معیوب دی، څوک نشته چې کار وکړي. کور کې څه نشته. دلته نه راتلم، یو راځي راته وايي چې ولې دلته ناسته یې، زه له مجبورۍ راغلې یم. کور ته چې ځم مور او پلار مې راته وايي، ولې راغلې.»

د افغاني سرې میاشتې ټولنې ویاند عرفان‌الله شرف‌زوی بیا وايي چې کابل کې د سوالګرو ټولولو بهیر له پیله تر دې مهاله یې څه باندې ۶۰۰ سوالګرو مېرمنو سره مالي مرسته کړې ده.

هغه وویل: «سرې میاشتې د مرستو له پیله تر دې مهاله ۶۳۴ ښځو سره چې د خپلې کورنۍ سرپرستې دي، مرسته کړې ده او د هغه مېرمنې دي چې د سرې میاشتې ټولنې له سروې وروسته مستحقې ګڼل شوي چې په ټولییزه توګه د کورنۍ غړي یې ۳۳۹۵ کسانو ته رسېږي او هره میاشت هر کس ته ۲۰۰۰ افغانۍ ورکول کېږي.»

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دا په داسې مهال دی چې له دې وړاندې له کابل ښار څخه د سوالګرو ټولو بهیر پیل شوی چې لا هم روان دی او د کار او ټولنیزو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، تر دې مهاله څه باندې ۱۲۰۰۰ سوالګرې مېرمنې له کابله ټولې شوې چې ۹۰۰۰ یې حرفوي او مسلکي سوالګرې وې.

مرتبط با این خبر:

کلیدواژه‌ها: // // // // // //

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام