د مخکیني حکومت ۱۶ښځینه پوځي کارکوونکو سره مرکې؛ «زه او اولادونه مې سوال کوو»

سلام‌وطندار د مخکیني حکومت د ملي اردو له ۱۶ ښځینه کارکوونکو سره چې د سرپرست حکومت په واکمنېدو وزګاره شوي، د مرکو په ترڅ کې موندلې چې دغه کارکوونکې له ناوړه اقتصادي ستونزو سره مخ دي. د یادو ښځینه کارکوونکو له ډلې یې ۱۴‌وو سلام‌وطندار ته ویلي، د دندې له لاسه ورکولو سره اوس له لوږې سره مخ دي.

کابل کې یو‌شمېر مېرمنو د توکو د پلور په پلمه سوال کولو ته مخه کړې

کابل کې د ا.ا له لوري د ښځینه سوالګرو له ټولولو وروسته اوس دغه سوالګرې په ځانګړې بڼه او نویو تګ‌لارو  پلازمېنه کې له خلکو سوال کوي.

دغه سوالګرې مېرمنې او نجونې د قلم، پلاسټیک او نورو توکو د پلور په پلمه د کابل ښار په بېلابېلو ګڼ‌مېشتو سیمو کې د مرستې او سوال غوښتنه کوي.

یونیسف: نړیوال بندیزونو افغان ماشومانو ته نه جبرانېدونکي زیانونه اړولي

په افغانستان کې د ماشومانو د ملاتړ لپاره د ملګروملتونو ادارې یا یونیسف اجرايي مدیره کاترین راسل په یوې وینا کې ویلي، لسیزو جګړو، وچکالۍ، کمزوري اقتصاد او د نړیوالو بندیزونو اغېزو افغان ماشومانو ته نه جبرانېدونکي زیانونه اړولي دي. نوموړې کابل ته د خپل سفر پرمهال خبرداری ورکړی چې افغانستان کې د ماشومانو وضعیت د اندېښنې وړ دی.