Asset 1SWN

کارګرې نجونې: بایومټریک شوي یو، خو تراوسه مو مرسته نه‌ده ترلاسه کړې

کودکان کار دختر 1

سلام‌وطندار له ۲۲ کوچنیو کارګرو نجونو سره د مرکو په ترڅ کې موندلې چې یادې نجونې د اقتصادي ستونزو او سرپرست نه درلودو له امله اړ شوي چې د پلازمېنې پر سړکونو درنو کارونو او د لاسي توکو پلور ته مخه کړي.

سلام‌وطندار له یادو کوچنیو نجونو سره د مرکو له لارې دا هم موندلې چې دغه کارګرې نجونې د سرپرست حکومت له‌خوا بایومټریک شوي، خو تراوسه ورسره هېڅ‌راز مرسته نه ده شوې.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

دغو کوچنیو نجونو همداراز مرکو کې ویلي، امنیتي ځواکونه یې پر سړکونو او بازار کې د کار مخه هم نیسي. کارګرې ماشومانې چې په دې راپور کې ورسره مرکه شوې، له شپږ تر ۱۵ کلونو عمر لري.

ډېری دغه نجونې وايي چې هېواد کې د وروستیو سیاسي تحولاتو راپدېخوا اقتصادي ستونزې او بې‌وزلي ډېره شوې چې په وینا یې، اړ شوي د سړک پر سر کار کولو ته مخه کړي.

لس کلنه کوثر چې د کابل ښار په یوه څنډه کې ژاولې پلوري، سلام‌وطندار ته وايي، له تېرو دوو کلونو راهیسې د بې‌وزلي له کبله اړ شوې چې د پلار او ورو ترڅنګ یې کار وکړي.

نوموړي وویل: «کله چې ا.ا راغلی وزګارتیا ده. له همدې امله له هغه وخت چې ا.ا راغلی، زه ژاولې خرڅوم، هغه وخت مې له ۱۵۰ تر ۲۰۰ افغانۍ کار کاوه، خو اوس ۷۰ تر ۸۰ افغانۍ کار کوم. کور کې اووه کسان یوو، پلار مې موچي دی.»

نهه کلنه کایینات چې د کابل ښار «پروان هوټل» سیمه کې پوکاڼۍ پلوري، وايي، پلار یې معلول دی او له تېر یوه کال راهیسې اړ ده چې د ښار پر سړکونو لاسي توکي وپلوري.

هغې وویل: «بې‌وزلي ده او له مجبوریته دلته راغلې یم چې پوکاڼۍ وپلورم. د ورځې ۱۰۰، ۲۰۰ تر ۳۰۰ افغانۍ عاید لرم. پلار مې هم کار کوي، لاس یې مات دی. زه راوځم، اوس یې هم ډوډۍ نه ده خوړلې، زه هم همداسې راووتلم، وایم څه کور ته یوسم.»

په ورته مهال دغو کارګرو نجونو په دې مرکو کې سلام‌وطندار ته ویلي چې امنیتي ځواکونه یې د سړک تر غاړې د کار کولو پرمهال نیسي او د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د اصلاح مرکز ته یې لېږدوي او له بایومټریک وروسته یې بېرته خوشې کوي. د دوی په وینا، د بایومټریک پرمهال دوی ته توصیه شوې چې نور کار ته ونه‌وځي.

دوی زیاتوي چې له بایومټریک وروسته هیله‌مندې وې چې مرسته به ترلاسه کړي، خو وايي، تراوسه یې مرسته نه ده ترلاسه کړې. دوی وايي چې ډېری وخت په پټه کار کوي، ځکه په وینا یې، امنیتي ځواکونه یې د کار مخه نیسي او د زندانونو چارو د سمون ادارې اصلاح مرکز ته یې لېږدوي.

۱۳کلنه حمیده چې د کابل ښار «ده‌افغانانو» سیمه کې ژاولې خرڅوي، وايي، پلار یې معلول دی او مور یې هم د ملادرد لري او دا اړ ده چې کار وکړي، خو په وینا یې، امنیتي ځواکونه یې نه‌پرېږدي.

حمیده زیاتوي چې دوه ځله د امنیتي له لوري د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوند د اصلاح مرکز ته لېږدول شوې او یو ځل هم بایومټریک او ثبت شوې ده. «امنیتي ځواکونو موږ ټولوو او وړلو یې، موږ ته وايي چې نور کار ته مه‌راځئ. موږ نه پرېږدي چې کار وکړو. اوس یو وار بایومټریک شوې یم بیا مې بندي کوي. مخکې هم دوه ځله بندي شوې یم.»

۱۱کلنه خدیجه چې د کابل ښار «برکي» سیمه کې لاسي توکي پلوري، وايي، تر څلورم ټولګي پورې یې زده‌کړې کړي، خو دوه کاله وړاندې یې چې پلار له لاسه ورکړ، ښوونځي یې پرېښود او کار ته یې مخه کړه. هغه له حکومت غواړي چې د کار مخه دې یې نه‌نیسي او د یوې مړۍ ډوډۍ پیدا کولو ته یې پرېږدي.

هغې وویل: «اوس مې کار نه دی کړی، امنیتي ځواکونه مو نه پرېږدي چې کار وکړو، موږ بندي کوي. یو ځل یې بایومټریک کړو او امکان شته چې بیا مو بندي کړي. وايي راشئ مرسته کوو، خو مرسته یې نه ده‌کړې، موږ له حکومت غواړو چې یوازې دې موږ پرېږدي چې کار وکړو.»

په همدې حال کې د ښځو حقونو فعالانې، د وزګارتیا او بې‌وزلي زیاتېدو ترڅنګ د ښځو کار مخنیوی، کورنیو کې د فقر لوړېدو لامل بولي او وايي چې د بې‌وزلي پراخېدو له کبله ماشومان اړ کېږي چې درنو کارونو ته مخه کړي.

دوی پر سرپرست حکومت تور لګوي چې د بې‌وزله کورنیو ملاتړ لپاره پروګرام نه‌لري او په وینا یې، که حکومت د ښځو د کار مخه نیسي، نو لږ تر لږه دې اړمنو کورنیو څخه ملاتړ وکړي.

د ښځو حقونو فعاله کریمه رحیم‌یار وویل: «…په ضمن کې همدا کورنۍ بې‌وزله دي، دنده نه‌لري او پلور یې کم دی. نارینه‌ او ښځو ته کار نه پیدا کېږي، دندې ترې اخیستل شوي، همدا یې لوی لامل دی چې هلکان او نجونې کار ته راوځي. بل دا چې زه څومره فکر کوم، دوی نجونو او ښځو ته تراوسه کار نه دی کړی او پالیسي هم نه‌لري.»

بل‌خوا د ښځو حقونو یوه بله فعاله حمیرا فرهنګ‌یار بیا وايي چې د بې‌وزلي زیاتېدو له امله د بې‌وزله کورنیو غړي اړ شوي چې د لاسي‌توکو پلور او یا هم سوال کولو ته مخه کړي.

هغې وویل: «یوه کورنۍ چې کله فقر سره مخ کېږي، یوازې دوه لارې لري یا دا چې سړک ته راووځي او سوال وکړي او یا هم له شته ناڅیزو امکاناتو استفاده وکړي. نن تاسو وینئ چې ډېری هغه نجونې چې د ښوونځي دروازې یې تړل شوي، د لاسي توکو پلور ته یې مخه کړې. لاس کې یې یوازې قلم دی، یا ماسک، یا هم کاغذي دستمال.»

هڅه مو وکړه چې په دې راپور کې د هغو ماشومانو کره شمېر هم په ډاګه کړو چې د سړک تر غاړې کار کوي، خو هېڅ حکومتي او غیرحکومتي بنسټ د یادو ماشومانو د شمېر په اړه معلومات رانه‌کړل.

د افغاني سرې میاشتې ټولنې د دفتر د نشراتو رییس او ویاند عرفان‌الله سرف‌زوی سلام‌وطندار ته وویل چې هېواد کې د کارګرو ماشومانو شمېر په لاس کې نه‌لري.

نوموړي زیاته کړې چې دوی په ټول هېواد کې بې‌سرپرسته او اړمنو کورنیو سره نغدي او غیرنغدي مرسته کوي او تېره میاشت یې یوازې ۲۰۴ میلیونه افغانۍ بې‌سرپرسته مېرمنو سره مرسته کړې ده.

هغه وویل: «بې‌سرپرسته ښځو سره مو ۲۰۴ میلیونه افغانۍ مرسته کړې او ډېری ولایتونو کې دا مرستې بشپړې شوي. څو ولایتونه پاتې، په هغو ولایتونو کې هم وېش کېږي. هغه کسان چې سړکونو او لارو کوڅو کې سوال کوي، له تېر کال راهیسې هغوی ته هم د افغاني سرې میاشتې ټولنې له لوري هره میاشت مرسته کېږي.»

بل‌خوا د کار او ټولنیزو چارو ویاند سمېع‌الله ابراهیمي وايي چې دغه وزارت د کارګرو ماشومانو په ځانګړې توګه د هغو نجونو شمېر نه‌لري چې د سړک پر سر لاسي توکي پلوري. خو نوموړی زیاتوي چې دا شمېر ډېر دی.

نوموړي وویل: «د ټولنې دې قشر ته د رسېدنې لپاره د کار او ټولنیزو چارو وزارت د حرفوي زده‌کړو پروګرامونو په جوړولو سره غواړي چې د یادو مېرمنو لاسنیوی وکړي، څو خپلو کورونو کې د کار خاوندانې شي. د یوه ځانګړي او منظم میکانیزم په مرسته اړمن پېژندل کېږي او د افغاني سرې میاشتې ټولنې له لوري ورسره مرسته کېږي او هغه کورنۍ چې د کار توان لري، د یاد وزارت له‌خوا ورته د حرفوي زده‌کړو او کار زمینه برابرېږي.»

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

هېواد کې د کارګرو ماشومانو شمېر داسې مهال زیات شوی چې هېواد کې د سیاسي بدلونونو دوه کاله وروسته لا هم له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي او د نجونو زده‌کړیالانو پر مخ د پوهنتونونو دروازې تړلې پاتې دي چې له دې سربېره اقتصادي ستونزې هم زیاتې شوې دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام